سیاست

د جمهور رييس د لومري مرستيال د ټاکنې په خاطر يو فرمان صادر شو

کابل  باختر دکب  اته ويشتمه :
حامدکرزي د جمهوري رياست د لومړي مرستيال د ټاکنې په باب يو فرمان صادر کړ.
د چارو د ادارې او د وزيرانو شورا د دارالانشا د لوى رياست د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رياست باخترآژانس ته خبر ورکړ:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس د جمهوري رياست د لومړي مرستيال دټاکنې په باب په دې شرحه يو فرمان صادرکړى دى:
د افغانستان د اساسي قانون د ٦٨ مادې د لومړى بندله حکم سره سم محمد يونس قانوني د جمهوري رياست د لومړي مرستيال په توګه وټاکل شو او د تاييدلپاره   د ملي شورا ولسي جرګې ته معرفي کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته