سیاست

د کورنيوچارو د وزير او د کابل ښاروال ګډه غونډه وشوه

کابل_باختر د سلواغې ٢٢ مه:
د کورنیو چارو وزارت او د کابل ښاروالۍ ګډه غونډه د کورنیو چارو وزیرمحمد عمرداوودزي په مشرۍ جوړه شوه.
د کورنيوچارو وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
په دې ګډه غونډه کې چې د کورنیو چارو وزارت او د کابل ښاروالۍ معینانوهم ګډون درلود، لومړی د کورنیو چارو وزیر محمد عمرداوو دزي د کابل ښار په چاپیریال ساتنې، ترافیکي نظم، محیطي ستونزو، د ځمکوله غصب اود ناقانونه ودانيو د جوړولو د مخنیوی لارو چارو په اړه خبرې وکړې ویې ویل، موږباید د یادو ستونزو د حل په موخه ګډ پلانونه ترتیب او عملي کړوترڅوپه ښارکی پوره نظم برابرشي.
د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوود زي د ښاروالۍ مسولینو ته ډاډ ورکړ چې د یادو ستونزو د لمنځه وړلو په برخه کې به د کورنیو چارو وزارت له دوى څخه پوره ملاتړ وکړي ترڅو یادې ستونزې کرارکرار لمنځه یوسي.
وروسته کابل ښاروال محمد یونس نواندیش د کورنیو چارو وزارت له ملاتړ او همغږۍ څخه مننه وکړه ويې ویل: موږ د غصب شويو ځمکو، محیطي ستونزو د لمنځه وړلو او د چاپیریال ساتنې په برخه کې د خپلو لا نورو پلانونو په لرلو سره هڅه کووچې په راتلوونکي کې د غصب شوو ځمکو ګراف په ټولیزه توګه راښکته کړو.
د کابل ښاروال له هیوادوالوڅخه وغوښتل چې د چاپیریال ساتنې په برخه کې په پراخه کچه همکاري وکړي ، ترڅو وکولای شي د ښاري لوړفرهنګ په لرلوسره خپلې ورځني چارې په سالمه فضا کې پرمخ یوسي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته