سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

ټاکنې؛ اوسني وخت کې د رهبر ټاکلو فاسدترینه لاره ده

کابل، د سلواغې ۲۳ مه، باختر

تبصره

ټاکل شوې روان ٢٠٢٤ زیږدیز کال کې د نړۍ ٦٤ هېوادونه ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې ولري، چې پایله کې به یې د دغو هېوادونو ولسمشران او لومړي وزیران وټاکل شي.

نړۍ کې د رهبر ټاکنې دغه پروسه فاسده پروسه بلل کېږي او ښکاره بېلګه یې د پاکستان د تېرې پنجشنبې ورځې(فبرورۍ ٨مه) ټاکنې دي، چې ویل کېږي، پراخ فساد په کې شوی دی.

د پاکستان تر څنګ د نړۍ په ډېرو نورو پرمختللو هېوادونو کې هم ټاکنې همېشه جنجالي وي او له فساد څخه ډکې وي.

ټاکنو کې فساد څنګه ترسره کېږي؟

دغې پروسه کې حق حقدار ته نه رسېږي او اکثریتو هېوادونو کې هغه څوک رایې ګټي، چې پیسې او زور ولري، یعنې دغه پروسه د کپیټالېزم پر بنسټ په لاره اچول کېږي.

اکثریتو مواردو کې د رایو صندقونه د ټوپک او یا هم د پیسو په زور ډک کېږي او یا هم له همدې لارې د رایو پایلې بدلېږي، خو په ټوله کې په یو نه یو ډول اشغال هېوادونه نه شي کولی د خپل مشر د ټاکلو لپاره دغه پروسه شفافه پر لاره واچوي.

ممکن د نړۍ یو څو محدود هېوادونه توانېدلي، ټاکنې شفافه ترسره کړي، خو نور اکثریت هېوادونه د دغې پروسې په بریالیتوب کې ناکام شوي.

افغانستان بیا د اسلامي امارت په برکت سره له دغې مفسدې پروسې څخه بېغمه شو او اوس مهال ټول هېواد د یو مرکزي حکومت په شتون کې د یوې واحدې ادارې او یو امیر له لوري مدیریت کېږي، چې بېلابېلې ګټې له ځان سره لري.

د هېواد له څو ټوټو کېدو، بې ځایه مالي لګښت او د وخت له ضایع کېدو څخه مخنیوی هغه مهمې ګټې دي، چې افغانستان د ټاکنو په نشتون کې ترلاسه کړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته