کابل باختر دوږي دمياشتې ٦ :
يوولس تنه تروريستان د افغانستان په ختيځ کې له امنيتي ځواکونو سره د نويو جګړو په بهيرکې ووژل شول.
دغه جګړې تيره شپه او نن سهار د نورستان او ننګرهار په ولايتونوکې ونښتې. لومړۍ جګړه د ننګرهار ولايت په اچين ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو د امنيتي ځوکونو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ.
د سرحدي پوليسو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې جګړه کې د يوه پاکستاني په ګډون څلورتنه تروريستان ووژل شول.
ده وويل: په دغو يرغلګرو هغه وخت ډزې وشوې چې دوى د پوځيانو د سپرلۍ په کاروان بريد وکـــړ.
دويمه جګــــړه نن سهار د نورستان ولايت په وايګل ولسوالۍ کې ونښته.
دغه جګړه د تروريستانو د سپرلۍ په کاروان د امنيتي ځواکونو له بريد وروسته رامنځته شوه .
د سرحدي پوليسو دغه قوماندان وايي چې په دې جګــړه کې د دوو پاکستانيانو په ګډون اووه تنه ووژل شول.
ويل کيږي؛ په دغو جګړو کې امنيتي ځواکونو او د سيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
0 1 دقیقه لوستل