سیاست

د افغانستان د بهرنيوچارو وزير د آلمان دبهرنيو چارو له وزير سره وکتل

کابل باختر دسلواغې شلمه :
دافغانستان دبهرنيوچارو وزير ضرار احمدعثماني له خپل آلماني سيال فرانک والتر شټاين ماير سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت د ويندوى دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په دې کتنه کې دواړولورو له افغانستان سره د آلمان د مرستو او همکاريو  د دوام ،  د ملي پوليسو د ظرفيت د لوړولو په برخه کې د همکارۍ، افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو د ليږدونې د بهير او د راتلوونکى کال په پسرلى کې د جمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کولو په باب خبرې وکړې.
عثماني يوځل بيا په افغانستان کې د بياجوړولو او د امنيت د تامينولو په برخو کې د آلمان د مرستو او همکاريو له امله قدرداني وکړه او ويې ويل: په بېلابېلو برخو په تېره بيا د افغان ملي پوليسو د روزنې په برخه کې د افغانستان له خلکو سره د آلمان همکارۍ د يادونې وړ دي او د افغانستان د خلکو دقدرانى سبب دي .
عثماني يوځل بيادانتخاباتوپه شفافيت او دغه راز په خپل وخت په ترسره کولوکې د افغانستان د دولت په ژمنې باندې ټينګار وکړ او د انتخاباتو د امنيت دتامينولو لپاره يې د افغان امنيتي ځواکونو د ځواکمنۍ ډاډ ورکړ.
دغه راز د آلمان دبهرنيو چارو وزير وويل: له افغانستان سره مرسته اوهمکاري زموږ د لومړيتوبونو په سر کې ځاى لري او زيات ارزښت لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته