امنیت

دکورنيو چارو وزير په بدخشان ولايت کې امنيتي ځواکونو ته يې لارښوونه کړې ده چې په دغه ولايت کې تروريستان وځپي .

کابل باختر د وري اته ويشتمه :
دکورنيو چارو وزير نورالحق علومي په بدخشان ولايت کې ميشتو امنيتي ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې تروريستان او ډار اچوونکي چې ددغه ولايت په ځينو سيموکې شته وځپي .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دکورنيو چارو وزير چې پرون يې دبدخشان ولايت دوردوج ولسوالۍ ته سفر کړى و دبدخشان ولايت دسرپرست، دملي اردو دلوى درستيز  دمرستيال جنرال مراد علي مراد ، دوردوج اوجرم دولسواليو دولسوالانو او امنيه قوماندانانو ، قومي مشرانو او ددغه ولايت دخلکو په ګډون ددغه ولايت له سيمه ئيزو چارواکو سره  وکتل .
په دې سفر کې دکورنيو چارو وزير دبدخشان ولايت دبيلابيلو سيمو دامنيتي حالت له څيړنې وروسته په دغه ولايت کې ميشتو امنيتي ځواکونو ته په ډير جدي  ډول  لارښوونه وکړه چې دتروريستانو او دافغانستان دخلکو ددښمنانو دپيژندنې لپاره اقدام وکړي او په هرې ممکنې بيې سره چې کيږي دملي اردو دهغو شهيدانو دوينې  غچ  چې دتروريستانو له خوا په جرم ولسوالۍ کې شهيدان شوي دي  او په دغه ولايت کې ټولې متحجري  تروريستي  ډلې وځپي .
دغه  راز دکورنيوچارو وزير دبدخشان ولايت دجرم او وردوج دولسواليو له خلکو  سره په کتنه کې دوى ته ډاډ ورکړ چې په هر راز شرايطو کې  به دهيواد امنيتي ځواکونه ستاسو ترڅنګ ولاړ وي اوهيڅ يوې ډلې ته به اجازه ورنه کړي چې په بدخشان ولايت کې ناامني پيداکړي .
دملي اردو لوى درستيز مرستيال  جنرال مراد علي مراد او دملي پوليسو دعامه نظم دځواکونو لوى قوماندان  زمري پيکان په دې سفرکې دکورنيو  چارو دوزير ملګرتيا کوله .
جنرال مراد علي مراد له امنيتي چلنجونو او له تروريزم سره دمبارزې لپاره دامنيتي ځواکونو په نږدې  همغږۍ  باندې ټينګار وکړ .
  دبدخشان ولايت سرپرست دغه راز  دهيواد او امنيتي ځواکونوسره ددغه هيواد دخلکو همکاري وستايله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته