ټولنه

په بغلان کې دبشر دحقوقو دمدافعانو دظرفيت دلوړولو روزنيز ورکشاپ جوړ شو .

کابل باختر د چنګاښ  پنځمه :
دبشر دحقوقو دمدافعانو دظرفيت دلوړولو   يو روزنيز ورکشاپ  نن دشمال ختيځ زون دبشر دحقوقو دکميسيون  له خوا دبغلان ولايت  په پلخمري  ښار کې  جوړ شو .
دکندز په ولايت کې دبشر دحقوقو دکميسيون ساحوي   رييس  سيد حفيظ  الله فطرت  وويل چې په دې ورکشاپ  کې دهېواد دشمال له ولايتونو   څخه دمدني ټولنې ديرشو تنو فعالانو ګډون کړى دى او دبشر دحقوقو  دښه والي او دبشري حقوقو ددفاع داغيزمنو  لارو چارو دلټولو په باب  به کار وکړي . 
دغه ورکشاپ دوه ورځې دوام کوي .  
ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته