ټولنه

دډاډګيرنې پيغام

کابل باختر د سلواغې دمياشتې  ٦:
دسناتور نثاراحمد حارس  پلار محمديعقوب خان دمړينې له امله دملي شورا دمشرانو جرګې  دډاډګېرنې او غمشريکۍ پيغام
دملي شورا دمشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلميار  اداري هيئت  اود دغې جرګې  دارالانشاپه  ژورې خواشينۍ سره خبر ترلاسه کړ  چې د ملي شورا  دمشرانو جرګې غړى دبزرګوار نثاراحمد حارس پلار محمديعقوب خان دهېواد دمخکني ادارې فعال او مجرب کادر  د  ورپيښې ناروغۍ له امله  نن سهار دافغانستان په وخت  په کاناډا کې  د٩٥ کلنۍ په عمر وفات شو.
دملي شورا مشرانو جرګه  محمديعقوب خان ته دلوى خداى ج  له دربار څخه دفردوس جنت  اودنثاراحمد حارس او  دده کورنۍ غړي  او خپلوانو ته د جميل صبر هيله  کوي.
ارواښاد  محمديعقوب  خان خپل نيمايي عمر دخلکو په خدمت کې تير کړ او په بيلابيلو حکومتي ادارو کې دکندز او جوزجان په ولايتونو کې دښاروال  دپروان او بغلان په ولايتونو کې داداري مدير او دغزني ولايت په يوه ولسوالۍ کې دولسوال په توګه خدمت کړى دى.
دپخواني شوروي له  تجاوز وروسته دکاناډا هېواد ته مهاجر شو .
اروايې ښاد او ياد يې تل وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته