امنیت

يو ماين ښخوونکى په کونړکې ووژل شو

کابل / د سلواغې٢٤مه/ باختر
يو وسله وال طالب په کونړکې د خپل ماين په چاودنه کې ووژل شو.
دغه ډار اچوونکى نن سهار کله يې چې غوښتل د مرورې ولسوالۍ په عمومي سړک کې ماين ښخ کړي؛ ماين وچاودېد او هغه يې وواژه.
د هېواد په ختيځ کې د سېلاب قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه پېښه تاييد کړې ده، خو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
پوليسو د کونړ له ګڼ مېشتو لارو څخه د١٠ماينونو په کشف سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
ختم- ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته