امنیت

د ملي اردو ځواکونو يو صراف د طالبانو له منګولو څخه وژغوره

کابل  باختر د زمري  نهمه :
د ملي اردو ځواکونو پرون په لوګر ولايت کې يو صراف د وسله والو طالبانو له منګولو څخه وژغوره .
د خاصو عملياتو د قول اردو مطبوعاتي مسوول دګرمن عبدالقيوم نورستاني باختر آژانس ته وويل چې د دغې قول اردو منسوبينو حاجي نسيم ددغه ولايت د محمدآغې  ولسوالۍ په زرغون ښار کلي کې وژغوره .
دغه صراف څو ورځې مخکې د طالبانو له خوا د خوست _ لوګر د لويې لارې په اوږدوکې تښتول شوى و او طالبانو د ده د آزادولو په بدل کې  ۱۵۰ زره امريکايي ډالر غوښتې و .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته