کابل باختر د مرغومې دريمه :
يو تروريست طالب دننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښار کې دامنيتي مامورينو دڅانګړو عملياتو په بهير کې ونيول شو .
دغه يرغلګر پرون ناوخته کله چې دتروريستي بريدونو دطرحه کولو لپاره دغه ښار ته ورغلى و ؛ له يوکلاشينکوف او يوې تومانچۍ سره ونيول شو .
دننګرهار ولايت دامنيتې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقي وال دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه تروريست له زياتې مودې راپديخوا دامنيتي ځواکونو تر څارنې لاندې و .
په نيول شوي تروريست دننګرهار ولايت په ځينو سيموکې لسګونو تروريستي بريدونو دترسره کولو تور لګول شوي دى .
سيمه ئيز مقامات وايي چې دى دوسله والوطالبانو دتروريستي ډلې غړى دى .
ديوبل خبر له مخې : يوسړى چې دحرفوي غله په توګه ياديږي دامنيتي ځواکونو له خوا په ننګرهار ولايت کې ونيول شو .
دغه سړى پرون ناوخته کله يې چې غوښتل په رڼا ورځ له يوه پلورنځي څخه لب تاب کميپوتر غلاکړي ، ونيول شو.
ويل کيږي چې دغه سړي په رڼا ورځ او دپلورنځيو د خاوندانو له غفلت څخه په استفادې سره په غلا لاس پورې کاوه .
0 1 دقیقه لوستل