۱۰۰ ورځې

دجمهوري رياست د ١٣٩٣ هجري لمريز کال دانتخاباتو ديوولسو تنو نوماندانو ژوند ليک :

1:- دمحمد داودسلطان زوى  ژوند ليک :
محمد داودسلطان زوى په غزني  کې زيږيدلى دى او خپلې لومړنۍ اوثانوي زده کړې يې  دکابل په حبيبيه ليسه کې بشپړې  کړې دي.
سلطان زوى  خپلو لوړو زده کړو ته دکابل پوهنتون دانجينرۍ په پوهنځي کې دوام ورکړ  او له   دغه  ځاى څخه  له تحصيلي بورس څخه   په استفادې سره  د  امريکا متحده ايالاتو ته روان شو او دهوايي چلند په څانګه کې يې دپليوټ په توګه خپلې زده کړې پاى ته ورسولې .
ده داتو کلونولپاره دآريانا په هوايې کرښو کې دپيلوټ په توګه دنده ترسره کړه.
سلطان زوى دپخواني شوروي اتحاد له خوا دافغانستان له اشغال وروسته په سعودي  عربستان   او امريکا کې  دامريکا په کرښو کې  د استاد او کپتان په توګه  دنده ترسره کړه.
دسعودي  په هوايي  کرښه  او  وروسته ديونايتد په هوايي کرښو کې .
دى دهوايي چلند دادارې په څانګه کې دزده کړې ترڅنګ دامريکا ديونايتد دهوايي کرښو په اداري ټيم کې په لوست بوخت و .
سلطان زوي دملي شورا په تيرو دورو کې له  ١٣٨٤ کال څخه تر ١٣٨٩ کال پورې په ولسي جرګه کې داقتصاد دکميسيون رياست  يې هم په غاړه درلود.
خو ده دملي شورا دانتخاباتو په بله دوره کې ولسي جرګه کې تر لاره   ونه  موندله  او له  هغه وروسته  د داود سلطان زوى په نامه ټلويزيوني پروګرام پرمخ بيوه.
دى په وروستيو کلونو کې تل دافغانستان دمسلو دکارپوه په توګه په کورنيو او نړيوالو رسنيو کې طرحه و .

 

2:- دعبدالقيوم کرزي   ژوند ليک :
عبدالقيوم کرزى  دعبدالاحد کرزي  زوى او دهيواد د اوسني جمهور رييس حامد کرزي  مشر  ورور دى.
دى  په ١٣٣٦ هجري  لمريز کال کې په قندهار کې  زيږيدلى  دى .
د ده پلار عبدالاحد کرزى په  قندهار کې دپوپلزو دقوم له  مشرانو څخه   و چې وروسته دمحمد ظاهرشاه په حکومت کې دملي شورا دمرستيال په توګه وټاکل شو.
ده خپلې لوړې  زده کړې د حقوقو او دسياسي علومو په څانګه کې  په امريکا کې پاى ته رسولي دي  ، شپږ   ورونه او يوه خور  لري.
دى د ولسي جرګې په تيره دوره کې دقندهار دخلکو استازى و خو دغيرحاضرى
له امله دانتقاد په نسبت دى له خپلې دندې څخه ګوښه  کړاى شو.
قيوم کرزى  د زياتې مودې لپاره خپل  ژوند په امريکا کې تير کړى دى او په شخصي سوداګرۍ بوخت و  او دجمهوري رياست د راتلوونکي کال انتخاباتو
ته  کانديد دى .
دکانونو پخوانى  وزير وحيدالله شهراني د ده لومړى مرستيال او دولسي جرګې پخوانى  غړى  ابراهيم قاسمي دويم  مرستيال دى.

 

3:- د محمد اشرف غني احمد زي ژوند ليک  :
محمداشرف غني احمدزى   په ١٣٨٢ هجري  لمريز کال کې په کابل زيږيدلى دى .
ده خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د کابل داستقلال او  د  حبيبې  په  ليسو کې بشپړې کړي دي او دښوونځي په وخت کې يې په يوکلن پروګرام کې ګډون کړى دى احمدزى د  لبنان   په بيروت پوهنتون کې دحقوقو او سياسي علومو  په   څانګه کې
دليسانس د دورې له بشپړولو وروسته لومړى دخپلې ماسترۍ  سند هم دهمدې
پوهنتون دسياسي علومو په څانګه کې  ترلاسه کړل .
ده د خپلې ماسترۍ  دويم  سند هم  دنړيوالو اړيکو او دانسان پيژندنې په   څانګه
کې او د دريمې ماسترۍ سند دنړيوالو اړيکو په څانګه کې دامريکا له کولمبيايي پوهنتون څخه ترلاسه کړى دى .
احمد زى دکولمبيا له پوهنتون څخه دانسان پيژندنې   په څانګه کې د دوکتورا مدرک  لري .
دغه راز دامريکا  ددسکرانتن  پوهنتون او دکاناډا دګلف پوهنتون هريوه  ډاکتر اشرف غني ته افتخاري دوکتورا  ورکړې ده .
اشرف غني ديوکال لپاره دپاکستان د لاهور او کراچۍ په مدرسو کې هم د سيرت النبي په څانګه کې زده کړې کړې دي .
ده داسلام دمبين دين دنفاذ ،دميرمنو دحقوقو او د ټولنيز عدالت ، په قبايلي ټولنه کې د دولت دجوړولو او اسلام ، د اسلامي شريعت په محکمه کې دکړکيچونو او بحرانونو دحل کولو، دافغانستان د حاضرو ادبياتو ، له ١٥ تر ١٩ ميلادي پيړۍ پورې دافغانستان د څلورسوه کلن تاريخ دناکامو دولتونو او دهغو دبرياليتوب په برخو کې تحقيق کړى دى او په دغو برخو کې يې کتابونه ليکلي دي .  ده مخکې له دې د دنمارک د اروس په پوهنتون ، دامريکا دبکلي او جانزهوپګنز په پوهنتونونو داستاد ، دنړيوال بانک د پلان او ستراتيژي جوړولو د رييس او دافغانستان لپاره دملګرو ملتو دسازمان دځانګړي استازي  اخضر ابراهيمي د سلاکار په توګه کار کړى دى .
دغه راز دحامد کرزي په مشرۍ  دانتقالي دورې دستر سلاکار ، په افغانستان کې دمرستو دسمون  د ادارې درييس ، په انتقالي حکومت کې دماليې دوزير او دکابل پوهنتون د رييس په توګه دندې ترسره کړې دي.
اشرف غني احمد زي  په تيرو دوو کلونو کې دامريکا دوکيلانو دنړيوال  عدالت په پروګرام کې   د  قانون د واکمنۍ  په   پروژو دمشورتي   مالي کميټې غړى   و  او د بروکنګ دموسسې  ( په نړۍ کې دامن او سولې درامنځته کيدو )  دعالي کميټې غړيتوب هم درلود.

 

4:- د ډاکتر عبدالله عبدالله  ژوند  ليک  :
ډاکتر عبدالله عبدالله دغلام محى الدين خان  زمريالي  زوى دى  او په ١٣٣٨ هجري لمريز کال کې  په کابل کې  زيږيدلى دى .
پلار يې په هيواد کې دشاهي حکومت په وخت کې دملي شورا په وروستۍ دوره کې دقندهار ولايت انتصابي سناتور  و.
دى په ١٣٥٥ کال کې دکابل ښار له نادريې ليسې څخه فارغ شو او په ١٣٦٢ کال کې يې خپلې زده کړې دکابل پوهنتون د طب دپوهنځي دسترګو په څانګه کې  پاى ته  رسولې دي .
ده   له فراغت   وروسته   تر ١٣٦٣ کال پورې دکابل په نور روغتون کې  د  سترګو د ډاکتر په توګه دنده ترسره کړه  او په ١٣٦٣ کال کې پاکستان ته مهاجر شو او ديو کال لپاره يې دسيدجمال الدين افغان   په روغتون کې دنده ترسره کړې ده .
دى    په ١٣٦٤ کال   کې د  جهاد په جبهو کې    شامل شو اود   پنجشير د جبهې د روغتيايي  سرپرست او  وروسته   په ١٣٧١ کال کې دکابل تر آزادۍ  پورې داحمد شاه مسعود دسلاکار او همکار په توګه په  خدمت  بوخت و .
ډاکتر عبدالله له ١٣٧١ کال څخه تر ١٣٧٠ هجري لمريز کال   پورې  دملي دفاع وزارت د دفتر درياست او د ويندوى  مسووليت په غاړه  درلود.
د طالبانو له خوا د کابل  له  نيول کيدلو وروسته  ډاکتر عبدالله   له ١٣٧٥ کال څخه تر ١٣٨٠ کال پورې  دبرهان الدين رباني په مشرۍ دافغانستان داسلامي دولت دبهرنيو چارو وزارت  مرستيال او سرپرست و په ١٣٨٠ کال کې د طالبانو   له راپرځيدو  وروسته په  لنډمهاله اداره او   وروسته په انتقالي دوره کې دپنځو کلونو لپاره دافغانستان دبهرنيو چارو  وزير و په ١٣٨٥ کال کې په کابينه کې له بدلونونو وروسته  ډاکتر عبدالله له خپلې دندې څخه ګوښه کړى شو  او جمهور رييس کرزي ، ډاکتر رنګين دادفر سپنتا د ده په ځاى  وټاکه .
عبدالله  له  وزارت وروسته  له ګوندي فعاليتونو پرته  په دولتي بستونو کې دنده
نه ده ترسره کړې.
ده  دجمهوري رياست د تيرو انتخاباتو په وخت کې دتغير او اميد ايتلاف جوړ کړ چې له هغه سره دملي شورا ديو شمير غړو او دسياسي ګوندونو د د رييسانو له يو ځاى کيدو وروسته نوم يې په ملي ايتلاف  بدل شو.
عبدالله دغه راز دملي جبهې غړى دى چې د يو شمير سياسي ګوندونو له مشرانو څخه جوړ شوى دى که څه هم دغې جبهې د راتلوونکې کال د جمهوري رياست دانتخاباتو لپاره  د  واحد نوماند دمعرفي کولو خبرې کولې خو په پاى کې ددغې جبهې جګپوړو غړو د راتلوونکو انتخاباتو دبيلابيلو نوماندانو ملاتړ  وکړ.
عبدالله  دجمهوري رياست په تيرو انتخاباتو کې يو مخکښ نوماند و او  د  رايو
د شميرنې په   نتيجه کې د هيواد له اوسنۍ جمهور رييس حامد کرزي وروسته   دويم سړى و.
دى  دجمهوري رياست د راتلوونکي کال د انتخاباتو نوماند دى .
د حزب اسلامي غړى  انجينيرمحمد خان يې دخپل لومړي مرستيال په توګه   او دافغانستان د وحدت اسلامي ګوند مشرحاجي محمدمحقق يې د دويم مرستيال
په توګه ټاکلى دى .
عبدالله دامنيت تامينول خلکو ته پتمن ژوند او د عادلانه او هميشنې سولې لپاره هلې ځلې خپل کاري لومړيتوبونه بللي دي  . عبدالله واده کړى دى  او يو زوى او درې لوڼې لري.
دى په پښتو ، دري او انګليسي  ژبو پوره  واکمني لري.

 

5:- محمد نادر  نعيم  ژوند ليک:
سردار محمد نادر نعيم د استاد عزيز نعيم  زوى او دسردارنعيم لمسى  دى  په ١٣٤٤ هجري لمريز کال کې په کابل کې  زيږندلى دى .
محمد نادرنعيم  دمور له خوا دهيواد دپخواني جمهور رييس سردار محمد داود خان لمسى  دى او په ٧ کلنۍ کې لندن ته  تللى دى .
ده دخپل ليسانس سند په  ١٩٨٥ ميلادى کال کې دلندن نورت پوهنتون دکمپيوټر ساينس له څانګې څخه ترلاسه کړى دى .
ده  له فراغت وروسته له خپلې کورنۍ سره په لندن کې ګډ ژوند درلود او افغانستان ته دمحمد ظاهرشاه د راستنيدو په وخت کې له ده سره ملګرې  و.
سردارنعيم دظاهر شاه د دفتر د رييس په توګه هم کار کړى دى او نږدې ٨  کاله کيږي چې په افغانستان کې ژوندکوي .
ده  په ١٣٩٣ هجري لمريز کال کې دخلکو  غږ ( ولس غږ )  په نامه يو  سياسي حرکت پيل کړى دى او دهيواد په بيلابيلو ولايتونو کې يې له خلکو سره اړيکي نيولي دي .
سردار محمد نعيم په پښتو، دري او انګليسي ژبو واکمني  لري.
دى دافغانستان دشاهي کورنۍ د ( سردارمحمد داودخان دکورنۍ) غړى دى .خوځان يې دجمهوري رياست د راتلوونکو انتخاباتو لپاره دمستقل کانديد په توګه کانديد کړى دى .
ده  واده کړى دى او  دوه بچيان لري.
ده تاج محمداکبر او عزيز الله پويا دخپل لومړي او دويم مرستيال په توګه انتخاب کړي دي.

6:- دعبدالرحيم وردګ ژوند ليک 

عبدالرحيم وردګ د عبدالغني وردګ زوى په ١٣٢٣ لمريزکال کې د ميدان وردګو ولايت په چګ ولسوالۍ کې زيږيدلى دى.
دى د حبيبيې په ليسه کې د خپلو لومړنيو زده کړو له بشپړولو وروسته دکابل په حربي پوهنتون کې شامل شو.
په پوځي برخه کې ده خپلې لوړې زده کړې په امريکا او د مصر په علي نصر اکاډمۍ کې پاى ته ورسولې او دکابل په حربي پوهنتون کې يې د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده .
دى مخکې له دې چې د ٢٠٠٤کال ميلادي کال  په وروستۍ مياشت کې د جمهور رييس حامدکرزي له خوا دافغانستان د ملي دفاع د وزير په توګه وټاکل شي؛ د دغه وزارت مرستيال و.
عبدالرحيم وردګ د ٢٠١٢م کال داګست په مياشت کې په افغانستان دپاکستان د راکټي بريدونو له امله د ولسي جرګې له خوا بې صلاحيته شو او له هغه وروسته د جمهور رييس کرزى د امنيتي چارو د ستر سلاکار په توګه وټاکل شو.
د جمهوري رياست د راتلوونکى کال په انتخاباتي سياليوکې دګډون په مقصد د جمهور رييس د مشاوريت له مقام څخه استعفا کړې ده.
وردګ په پښتو، دري او انګليسي ژبو بشپړ واکمن دى او په نظامي برخه کې يې يو شمېر آثار ليکلي دي .
دى دجهاد په وخت کې د پير سيد احمدګيلاني په مشرۍ دملي محاذ ګوند د پوځي څانګې د مسوول په توګه دنده ترسره کړې ده.
وردګ دغه راز دجهاد په وخت کې دملي محاذ ګوند دجبهو قوماندان او دمهاجرت په وخت کې د دفاع وزارت مرستيال او د اسلامي محاذ ګوند پوځي مرستيال و .
ده دغ راز د ډاکتر نجيب الله د دولت له راپرځيدو وروسته  د اردو د لوى درستيز، د افسرانو د قوماندان او د اردو د روزنې د کميسيون د رييس په توګه دندې ترسره کړې دي.

7:- د ډاکتر زلمى رسول ژوندليک

ډاکتر زلمى رسول د پوهاندعبدالقيوم رسول زوى په ١٣٣٢هجري لمريز کال کې په کابل ښارکې زيږيدلى دى. دى د استقلال له عالي ليسې څخه له فراغت وروسته د لوړو زده کړولپاره د فرانسې پايتخت پاريس ته لاړ.
ده خپلې لوړې زده کړې د طب په برخه کې د ماسترۍ تر درجې پورې په فرانسه کې پاى ته رسولې دي.
ده د پاريس د زړه د ناروغيو د تحقيقي انستيتوت د ډاکتر، په پاريس کې د افغانستان په جهاد پورې اړوند د افغان حقيقت د خپرونې دمسوول، د سعودي عربستان د وسله وال پوځ د روغتون د ډاکتر او د ايټاليا په روم ښارکې د محمد ظاهر شاه د دفتر د رييس  په توګه دندې ترسره کړې دي.
دى د طالبانو دحکومت له راپرځيدو او په  ١٣٨١ هجري لمريز کال کې د جمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ د نوى حکومت له جوړيدو وروسته د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار په توګه وټاکل شو.
ده نهه کاله له بهرنى سياست سره د افغانستان د امنيتي ارګانونو د فعاليتونو دهمغږۍ لپاره د مشاوريت په پست کې کار کړى دى .
رسول له مشاوريت مخکې دملکي هوايي چلند رييس و او په جرمني کې د بن په نړيوال کنفرانس کې د نورو افغان مشرانو تر څنګ يې ګډون درلود .
زلمى رسول په ٢٠١٠ کال کې د بهرنيو چارو د وزير په توګه وټاکل شو او تېره مياشت يې د جمهوري رياست په انتخاباتي سياليوکې دګډون په مقصد يې له خپلې دندې څخه استعفا وکړه .
ده د وزارت په وخت کې افغانستان له امريکا، هند، جرمني، ايټاليا، ناروې، فنلند ، ډنمارک ، فرانسې ، پولند او اسټراليا سره د ستراتيژيکي همکاريوتړونونه  لاسليک کړي دي.
زلمى رسول په پښتو ، دري ، انګليسي ، فرانسوي او ايټالوي  ژبو خبرې کولاى شي او له عربي ژبې سره هم بلدتيا لري .
د زلمي رسول څه ناڅه ديرش طبي آثار د امريکا او د اروپا په چاپي رسنيوکې خپاره شوي دي.
زلمى رسول دجمهوري رياست د راتلوونکى کال دانتخاباتو يو نوماند دى.
ده دملي جبهې رييس احمد ضيا مسعود د خپل لومړي مرستيال او د باميانو پخوانۍ والي  حبيبې سرابي د خپلې دويمې مرستيالې په توګه ټاکلې دي.

8:- د انجنيرقطب الدين هلال ژوند ليک 

انجنير قطب الدين هلال د مولوي ظهيرالدين ديوبندى زوى دى او په ١٣٣١هجري لمريز کال دخوست ولايت په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې زيږيدلي دى.
انجنيرهلال په ١٣٤٩کال کې دکابل له حربي ښوونځى څخه فارغ شو او خپلې لوړې زده کړې يې د ساختماني انجنيرى په څانګه کې پاى ته ورسولې او خپل ليسانس يې په ١٣٥٤ کال کې د تخنيک اکاډمى د مهندسى له پوهنځي څخه  ترلاسه کړ  .
هلال له فراغت وروسته تر ١٣٥٧ کال پورې د ملي دفاع په وزارت کې د طرحه او ډيزاين په څانګه کې د ډيپلوم انجنير په توګه کار وکړ او په همدې کال کې د تره کي د رژيم په وخت کې د سياسي فعاليتونو له امله د څرخي پله په جيل کې  بندي شو او له خوشې کيدو وروسته پاکستان ته لاړ.
ده په پاکستان کې د هجرت په وخت کې د حکمتيار په مشرى د اسلامي ګوند د سياسي کميټې د رياست سمت او په دغه ګوندکې د پکتيا د ولايتي مسووليت په غاړه  درلود.
ده په ١٩٨٠ کال کې دجهادي تنظيمونو داتحاد دکميسيون غړى او د اسلامي ګوند د دفترونومسوول و.
دى د ډاکتر نجيب الله د رژيم له رانسکوريدو وروسته د قيادي شورا غړيتوب هم درلود .
هلال په پنځو ژبو  پښتو، دري انګليسي، اردو او عربي بشپړه واګني لري.
ده د لومړي ځل لپاره په ١٣٧٢ کال او د دويم ځل لپاره ١٣٧٥کال کې د صدراعظم دلومړي مرستيال په توګه دندې ترسره کړې دي.
  قطب الدين هلال د انجنير ګلبدين حکمتيارپه مشرۍ د اسلامي ګوند جګپورى غړى دى خو اوس د خپلواک نوماند په توګه د جمهوري رياست د ١٣٩٣ کال انتخاباتو ته نوماند دى .
عنايت الله عنايت د ده لومړي مرستيال او محمد علي نبي زاده يې دويم مرستيال دى.
هلال واده کړى دى او شپږ بچيان لري. 

 

9:- د محمد شفيق ګل آغا شيرزي ژوند ليک

محمد شفيق مشهور په ګل آغا شيرزى د حاجي عبدالطيف زوى په ١٣٣٣لمريز کال کې په قندهار ولايت کې زيږيدلى دى. کورنۍ نوم يې محمد شفيق دى؛ خو له هغه وروسته د هغه پلار هغه ګل آغا شيرزي بللى دى .
دى د قندهار ولايت د مشرقي له ليسې څخه فارغ او وروسته يې خپلې زده کړې په عالي دارالمعلمين کې پاى ته رسولې دي.
شيرزى په ١٣٤٢ کال کې د قندهار ولايت په مستوفيت کې وټاکل  شو او له هغه وروسته د دندې د ترسره کولو لپاره د سپين بولدک ولسوالۍ ته لاړ .
شيرزي په قندهارکې يوجهادي قوماندان و چې د ډاکتر نجيب الله  دحکومت په راپرځولوکې ونډه لرله .
دى څوځلې دپاکستان کويټې  ته مهاجرت وکړ او هلته په شخصي کارونو بوخت و.
دى دمجاهدينو د واکمنى په وخت کې د قندهار د والي په توګه وټاکل شو. وروسته دفوايد عامې د وزارت او دغه راز د ترانسپورت وزارت  مسووليت په غاړه درلود .
شيرزي په ١٣٨٥کال د ننګرهار د والي په توګه وټاکل شو او تر تيرې مياشتې پورې د ننګرهار والي و.
ګل آغاشيرزى د جمال بابا په نامه د سترتجارتي شرکت خاوند دى چې اوس د هيواد په بېلابېلو ولايتونوکې فعاليت لري او زامن يې هم پراخ تجارتي کارونه لري.
ګل آغاشيرزى پخوا د ملي محاذ دګوند غړى و.
دى په پښتو، دري ، اردو او انګليسي ژبو واکمن دى.

 

 

10- د عبدالرب رسول سياف ژوندليک

کابل باختر دسلواغي اته ويشتمه
عبدالرب رسول سياف د فقير محمد زوى په  ١٣٢٣هجري لمريزکال کې دکابل ولايت دپغمان په ولسوالۍ کې زيږيدلى دى.
ده خپلې لومړنې زده کړې په ١٣٣٩هجري لمريز کال کې د کابل د امام ابوحنيفه په مدرسه کې پاى ته ورسولې.
سياف د پخواني شوروي اتحاد پرخلاف د افغانستان د مجاهدينو د مبارزې يوه پيژندل شوې څېره ده.
سياف په ١٣٤٦هجري لمريزکال کې دکابل پوهنتون د شرعياتو له پوهنځي څخه فارغ او په ١٣٤٨ کال کې په همدې پوهنځي کې داستاد په توګه وټاکل شو.
دى د استاد په توګه له دوو کلونو دندې وروسته په١٣٥٠هجري لمريز کال کې د مصر د الازهر پوهنتون ته لاړ او خپلې زده کړې يې د احاديثو په برخه کې تر  فوق ليسانس  پورې دوام ورکړ.
دى  هيواد ته له راستنيدو  وروسته بيا د استادى دنده پرغاړه واخسته او له دې سره جوخت يې د مسلمانو ځوانانو په حرکت کې سياسي فعاليتونه پيل کړل.
سياف په ١٣٥٣هجري لمريز کال کې د حکومت پرخلاف تندو ويناوو او تاوتريخوالى ته د خلکو د هڅونې په نسبت دپنځوکلونو لپاره بندي شو .
سياف له خلاصون وروسته په ١٣٥٨ کال کې پاکستان ته لاړ او هلته يې د يوې مودې لپاره د استاد برهان الدين رباني په مشرۍ د جمعيت اسلامي په ګوندکې دنده ترسره کړه.
ده په ١٣٥٩ کال کې د افغانستان د اسلامي اتحادګوند جوړ کړ.
دى د ډاکتر نجيب الله د حکومت له راپرځيدو وروسته له نورو جهادي مشرانو سره يوځاى کابل ته راغى او د برهان الدين رباني په مشرۍ دحکومت ډير مهم ملاتړى و.
په کابل کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته سياف له طالبانو سره خپل مخالفت ته دوام ورکړ او د هيواد شمال ته لاړ. ده د استاد برهان الدين رباني د مرستيال او د شمال اتحاد د رهبرى شورا د غړي په توګه دنده ترسره کړې ده.
د طالبانو د حکومت له راپرځيدو وروسته ده د نوى حکومت په جوړولوکې ونډه لرله او سربېره پر دې په بيړنۍ لويه جرګه او د اساسي قانون په لويه جرګه کې يې هم ګډون کړى دى او د ولسي جرګې په دوو انتخاباتو کې په پارلمان کې دکابل دخلکو استازى و.
سياف يو پخوانى  جهادي مشر محمد اسمعيل خان د خپل لومړي مرستيال او عرفان الله عرفان يې د دويم مرستيال په توګه ټاکلي دي.
دى کولاى شي په فصاحت سره په پښتو، فارسي او عربي ژبو خبرې وکړي .
سياف په افغانستان کې دپخواني شوروي اتحاد پرخلاف د جهاد په وخت کې په پيښورکې د دعوت الجهاد پوهنتون جوړکړ چې عربي، افغاني او پاکستاني استادانو پکې لوست ورکاوه.
دى همدا اوس په کابل کې د يوخصوصي پوهنتون او د دعوت په نامه د ټلويزيوني چينل د امتياز خاوند دى او خپل د اسلامي اتحاد ګوند يې هم په دعوت ګوند بدل کړى دى . 

 

 

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته