امنیت

په بهارک ولسوالۍ کې دطالبانو په سنګرونو دافغان پوځونو عمليات .

کابل باختر د کب  دولسمه :
په بدخشان ولايت کې امنيتي مقامات ددغه ولايت په بهارک ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونوپه سنګرونو د طالبانو دبريدونو دشنډولو په موخه دپراخوعملياتو خبر ورکړ .
دبدخشان ولايت دمقام وياند احمد نويد فروتن دباختراژانس خبريال ته وويل: ګډ امنيتي ځواکونه دوسله والو طالبانو دبريدونو دشنډولو لپاره پوره تيارى لري اوهلې ځلې کوي چې دامنيتي ځواکونو په سنګرونو دطالبانو ًبريدونه شنډ او په شاوتمبوي .
ده په بهارک ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو له خوا دعملياتودپيلولو خبر ورکړ او ويې ويل چې امنيتي ځواکونه دخپلو سنګرونو ددفاع په حال کې دي او تر اوسه پورې طالبانو ته دسرزيان اوښتى دى چې دقيق  شمير يې معلوم نه دى .
دبدخشان ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت امر سمونوال سخي داد حيدري وايي چې ددغو عملياتو له پيل  څخه تراوسه پورې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي او څلور تنه نور په  عملياتو کې د شاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي .
ده زياته کړه چې د وردوج ولسوالۍ ددرې   په لور  جګړه روانه ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته