نړۍ

له بنسټپالنې او تروريزم سره دمقابلې په اړتيا باندې د جاپان او داسيا دجنوب ختيځو هيوادونو دمشرانو ټينګار

کوالالمپور ايرنا   باختردلړم دمياشتې ٢٣ :
دجاپان او د اسيا د جنوب ختيځو هېوادونو داتحاديې مشرانو  دهمکارۍ دلوړولو او له تروريزم سره د مبارزې لپاره  موافقې ته ورسيدل.
دماليزيا  رسمي خبري آژانس اعلام وکړ  چې  دجاپان  اود اسيا دجنوب ختيځو هېوادونو   داتحاديې دلسو غړو هېوادونو مشرانو  پرون مازيګر  په ميانمار کې  له يوې غونډې وروسته  په يوه ګډه وينا کې  تروريزم او څو مليتي جرم او جنايتونه   دسولې اوثبات  اود جاپان  او دآسيا دسيمې  او  آرام سمندر داقتصادي سوکالۍ لپاره  جدي ګواښ وباله .په دې غونډه کې   دجاپان صدراعظم  شينزو آبه  او ماليزيا، ميانمار ، تايلند، لاووس ، کمبوديا  ، فليپين ، ويتنام ، اندونيزيا ، بروني  او دسنګاپور دهېوادونو   مشرانو  برخه لرله .
په دې وينا کې  دداعش ډلې ته په اشارې  سره  له بنسټپالنې  او له تاوتريخوالي ډکو حرکتونو سره  دمقابلې  په اړتيا باندې ټينګار وکړ:  د جاپان  او دآسين  دهېوادونو  مشرانو  په دې وينا کې  دهغو فعاليتونو دګډوډولو دمخنيوي لپاره   په دوه اړخيزه ، سيمه ييزه او نړيواله  کچه دهمکارۍ دلوړولو  ژمنه وکړه  چې له تروريزم سره دمقابلې لپاره ترسره کيږي .
دنړۍ ددغو يوولسو هېوادونو مشران  دغه راز   له سمندري غلا  او له کمپيوټري جرمونوسره  دمبارزې   او د ٢٠٢٠ ميلادي کال دوبني  اولمپيک  او دپارا اولمپيک  دامنيت  دتضمين په مقصد  دهمکارۍ دزياتوالي لپاره موافقې ته ورسيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته