امنیت

دافغانستان په ختيځ کې دتروريستي بريدونو څلور تنه سازمان ورکوونکي ونيول شول

کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢٥  :
دافغانستان په ختيځ کې دتروريستي بريدونو څلور تنه سازمان ورکوونکي تيره شپه ونيول شول.،
دغه  کسان دامنيتي مامورينو له خوا دننګرهار ولايت په مرکز  جلال اباد ښارکې  په يوه کور کې ونيول شول.
دننګرهار ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال دباختر آژانس  خبريال ته وويل :   چې نيول شويو کسانو دافغانستان  دخيتځ په ځينو سيمو کې  دتروريستي بريدونو دپلان جوړولو  مسووليت په غاړه درلود.
دغه راز دغو څلورو تنو تروريستانو دافغانستان په  ختيځ کې  ماشومانو او تنکيو ځوانانو ته دتروريستي بريدونو دلارو چارو  دښودلو  دبهير مسووليت په  غاړه درلود.
نيول شويو کسانو چې  دبغلان ، پروان او دننګرهار دولايتونو اوسيدونکي دي  په لومړنيو تحقيقاتو کې  دهېواد په ځينو سيمو کې  دلسګونو تروريستي پيښو په سازمان و رکولو اعتراف کړى دى .
ددوى دڅرګندونوله مخې :په پاکستان کې دطالبانو دقوماندانانو له خوا دتروريستي بريدونو په پلان جوړولواوددغو بريدونو دترسره کولو لپاره  دماشومانو  او تنکيو ځوانانو په روزنې  ګومارل شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته