امنیت

د هېواد په جنوب کې ٧٠ ترهګرو ته مرګ ژوبله واوښته

لښکرګاهباخترد زمري لومړۍ
د هلمند امنيه قوماندان وايي، چې د دغه ولايت په مارجې ولسوالۍ کې د ګډو افغان ځواکونو په عملياتو کې د بهرنيو ترهګرو په ګډون ٧٠ ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
امنیه قوماندان سمونمل احسام الدین هلمندي وايي: په عملياتو کې د مارجې ولسوالۍ لويه لاره د افغان ځواکونو پر مخ خلاصه شوې او په سيمه کې په لسګونو ماينونه کشف اوشنډ کړى شوي دي.
قوماندان وویل: په مارجې ولسوالۍ کې د افغان ګډو امنیتي او دفاعي ځواکونو په هوایي او ځمکنيو عملیاتو کې تر ۷۰ داخلي او بهرنيو وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
سرچينه زياتوي، چې په وژل شويو کې د ترهګرو مهم قوماندانان، دلګى مشران او پاکستاني ترهګر هم شامل دي.
امنيه قوماندان وايي، چې ټولو پوليسو ته يې امر کړى څو په جګړه کې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.
هلمندي، د هلمند ولسونو ته ډاډ ورکړ، چې هغه ناامنه سیمې به بېرته امن کړي، چې اوس مهال يې خلک له جګړې او ستونزو سره مخامخ دي.
د هلمند امنيه قوماندان په داسې حال کې يادې څرګندونې کوي، چې په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې جګړې زور اخيستي.پاىوصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته