امنیت

په پکتيا کې ديوځانمرګي بريد کوونکى وژل کيدل

کابل باخترد جوزا دمياشتي١١ نيټه :

هغه سړى چې  ويل کيږي  غوښتل يي په پکتيا ولايت په افغان ځواکونو ځانمرګي بريد وکړى پرون ووژل شو.

دغه سړى چې هويت يي نه دى افشا شوى مخکې له دې دخوشامندولسوالۍ دبابوخيلوپه سيمه کې دافغان ځواکونوپه ګزمې ځانمرګي بريد وکړې ددغو ځواکونوله خوا په ډزوسره ووژل شو.

دپکتياولايت دخوشامندولسوالۍ يو مسوول باختراژانس ته وويل چې په دې پيښه کې چاته زيان نه دي رسيدلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته