امنیت

د غزني ولايت د ولايتي شورا يو غړى ونيول شو

کابل باختر دليندي شلمه :
دغزني ولايت د ولايتي شورا يو غړى د دولتي او غيردولتي جايدادونو د غضبولو او هم د وظيفوي ناوړو صلاحيتونو د استفادې په تور پرون د امنيتي مامورينوله خوا ونيول شو.
دغزني د ولايتي شورا غړى امان الله کامراني ددغه ولايت دمحکمې په لارښوونه ونيول شو .
په غزني ښارکې يو امنيتي مسوول باخترآژانس ته وويل: د ولايتي شورا دغه غړى د اسنادونو او شواهدو په پام کې نيولو سره د دولتي او شخصي جايدادونو او هم له وظيفوي صلاحيتونو څخه په استفادې سره تورن شوى دى .
دغزني ولايت د استيناف څارنوال عبدالرشيدعابد تاييد کړه چې هغوى د خلکو د ادعاوو او اسنادو او هم د محکمې د حکم په لارښوونې سره د امان الله کامراني نيول کيدل صادر کړ .
ده وويل چې د غزني ولايت د ولايتي شورا د غړى پرخلاف د ترلاسه شويو سندونو څيړل پيل شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته