ورزش

د هېواد د فوټبال ملي ټيم د ويتنام له ملي ټيم سره لوبه کوي

کابل باختر د لړم دمياشتې ٢٢ نيټه  :
د هېواد د فوټبال ملي ټيم د آسيايي جام د ستنيدو په سياليوکې د ويتنام د فوټبال له ملې ټيم سره لوبه کوي.
د فوټبال فدراسيون فني مرستيال يوسف کارګر نن د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه لوبه سبا څلور بجې پيليږي.
د افغانستان او د ويتنام د فوټبال ملي ټيمونو د تګ په سياليوکې دوه لوبې برابرې تر سره کړې وې.
کارګر وايي: که د افغانستان د فوټبال ملي ټيم دغه لوبه وګټي؛ د ٢٠١٩ ميلادي کال د آسيا د ملتونو جام سياليو ته لاره مومي.
پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته