فرهنګ

دسولى په باغچه کې نيالګي کيښودل شول.

کابل باخترد جوزا دمياشتي ٢٠ نيټه :  

دسولى په باغچه کې له موږ سره مرسته وکړي  چې خپل سوله غوښتوونکي پيغام دهيواد اونړۍ خلکو ته وروسو په نامه نن نيالګي کيښودل شول.

دغه نيالګي داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګي معين سيدمصدق خليلي  اودګلوبل هوپ نتروک دنړيوالې موسسي  دمسوول  دونالد له خوا کيښودل شول.

دباختراژانس دخبرله مخې،  دسولى باغچه څه موده مخکې  ددغې موسسي له خوا جوړه شوه.

دنيالګيو دايښودلو په مراسمو کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت فرهنګي معين خبرې وکړې او ويې ويل  دسولى دبڼ  جوړول يو يادګار نه دى بلکې دغه مکان هغه ځاى دى چې سوله ، هيله اوديو بل په نسبت درناوى پکې وده کوي  او غوټي کوي اوميوه نيسي .

مصدق خليلي  دخپلو خبرو په دوام په افغانستان کې دڅولسيزو جګړو زيانونو ته اشاره وکړه او دجګړې  اوتاوتريخوالي له فرهنګ څخه دسولى او دوستي فرهنګ ته په تيريدو کې ددوستو هيوادونو اونړيوالې ټولنې همکاري اغيزمنې وبللې .

مصدق خليلي په پاى کې دنيالګيو دبرابرولو په خاطر دجاپان دمرستې له امله مننه وکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته