فرهنګ

دحضرت محمد مصطفى (ص)دنيکمرغه ميلاد په مناسبت دمشاعرې غونده جوړه شوه.

کابل – باختر دسلواغۍ يولسمه :
داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص)دنيکمرغه ميلاد په مناسبت نن داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دمعينيت او دحوا ټولنې له خوا په کابل کې دمشاعرې يوه غونډه جوړه شوه.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې ددغې غونډې په پيل کې داطلاعاتو او فرهنګ  وزارت  نشراتي معين دين محمد مبارز راشدي په دې ترڅ کې چې داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد مصطفى (ص)دژوندانه بيلابيل اړخونه او شخصيت بيان کړ او زياته يې کړه چې موږ بايد داسلام دستر پيغمبر په پيغام په پوهيدو کې زياتې هلې ځلې وکړو او له هغه څخه په خپل شخصي او ټولنيز ژوندانه کې ګټه واخلو .
دغه راز داطلاعاتو او فرهنګ وزارت مالي او ادارې رييس ظاهر حسن دجاهليت او خرافاتو په وړاندې داسلام دسترپيغمبر دمقاومت په باره کې خبرې وکړي او دغه ستر پيغمبر يې بشريت ته لارښود وباله.
دمشاعرې په دې غونډه کې شکريې نديم خروټي،بلقيس خورشيد،عباسي ،اورانوس ،غزل ،مسعوده قاري زاده ،همايون پژمان او نورالله رحيمي خپل شعرونه چې دحضرت محمد مصطفى (ص)په باره کې برابر کړي و،ولوستل دغه راز فريد تابش په دې باب يوه نعتيه اجراکړه.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته