اقتصاد

افغان سودا ګرو از بکستان ته څلور مليو نه ډالره جريمه ورکړه

کابلباختر د کب ١٠ مـــــــــــــــه

د مالو نو دليږد ونې لپاره دحيرتا نو بندر د خدمتو نو په اداره کې دښو امکا نا تو او تجهيزا تو نشتو الى د از بکستان د مقا ما تو له خوا دسو دا ګرو دنغدي جريمې سبب کيږي

دا کار ددې سبب شوي دي چې د افغان سو دا ګرو مالو نه له پو لى آخوا وځنډيږي او له دې پلوه افغا نۍ سو دا ګرو په روان کال کې څلورمليو نه امريکا يي ډالره د جريمې په تو ګه از بکستان ته ور کړي دى .

 دحيرتا نو بندر د خد متو نو د اداري رئيس انجنير يعقو ب رسنيو ته ويلي دي دغه اداره دپرمختللو تجهيزا تو د نشتو الى په نسبت د مزار شريف ښار اونړيوالو بازارو نو ته له دغه بندر څخه دسودا ګرو د مالو نو په ليږد ونه کې له ټا کلې مو دې څخه د٢٤ ساعتو نو په تيريدو سره از بکستان په افغا نۍ سودا ګرو  جريمه لګوي

دحيرتا نو د بند ر د خد متو نو د اداري رئيس په دى اداره کې دبشپړو او پرمختللو امکا نا تو نشتو الى ددغى اداري يوه مهمه ستو نزه وبلله  او زيا ته يي کړه : له بده مرغه په دى اداره کې دواګو نو نو په ګډون دسودا ګرو د مالو نو د ليږد ونې د وسايطو نشتو الى چې مالو نه ترکورنيو بازارو نو پورې ليږد وي په بازارو نو کې د بيو د لوړيدو يو عامل دي

 ده زيا ته کړه : ددغو ستو نزو له ا مله ددغه بندر خالص عوايد د تيرکال په پر تله کم شوي دي

 دسودا ګرۍ او صنايعو وزارت ويندوى غا زى خيل دحيرتا نو بندر د خد متو نو په اداره کې ددغو ستو نزو او تجهيزا تو دنيمګړ تيا په تائيد ولو سره د ازبکستان له خوا د افغان سودا ګرو جريمه و منله اود باختر اطلاعا تي ا ژانس ته يې وويل: دسودا ګرۍ اوصنايعو و زارت به په دي اړوند لازم اقدا ما ت ترلاس لا ندې ونيسې چې دغه ستو نزه لري شي

 د افغا نستان دسودا ګرۍ او صنايعو د خو نو لو مړۍ مرستيال خانجان الکو زي دغو ټولو ستو نزو په تا ئيد ولو سره په دې برخه کې دسودا ګرۍ او صنايعو وزارت بي پروا بو لى او زيا توى په دى بندر کى د افغا نۍ سو دا ګرو صادرات بايد د هغه تړون له مخې چې پخوا ددوا ړو لورو ترمنځ لاسليک شوى دى عملى شي خو از بکستا ني کميټه چې د حيرتا نو ترښار ګوټې پوري دسودا ګرو د مالو نو د ليږدونې مسئو ليت په غا ړه درلود، له تړون سره سم عمل نه کوي .

 ده زيا ته کړه : از بکستان له دريو مياشتو را په ديخوا د افغا نۍ سودا ګرو په هر ټن مال د اضا في لګښت په تو ګه لس نيم ډالره اخلي چې دى کار پر لګوونکو منفي اغيزه کړې ده

ده څرګنده کړه يو عامل چى ددغه بندر له لاري يي د افغا نۍ سودا ګرو صادرات اومالو نه له ستو نزو سره مخامخ کړى دى په بيړ يو کې د مالو نو ليږدول دى که چيري دغه مالو نه د اوسپنې پټلۍ له لاري وليږدول شي دغه ستو نزه لرى کيږي

 د حير تا نو بندر په بلخ ولايت کې يو سودا ګر يز بندر دي چې دغه هيواد له منځنې اسيا او بهر سره نښلوي اود خلکو داړ تيا وړ زيا تره لو مړ نې مواد ددغه بندر له لاري هيواد ته وارديږي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته