ټولنه

په بغلان کې دجګړو له امله زيانمنې شوې کورنۍ مرستې غواړي .

-کابل  باختر دزمري  پنځلسمه :
په بغلان کې دجګړو په لسګونو کورنۍ بې سرپرسته اوبيځايه کړي دي .  دبغلان ولايت په ځينو سيموکې دامنيتي ځواکونو اودوسله والو طالبانو ترمنځ نښتو له څه مودې راپديخوا زور اخستى دى او ددغه ولايت اوسيدونکي وايي چې دغه جګړې  زياتره له ملکي وګړو څخه قرباني اخلي .
په بغلان  ولايت کې داسې کورنۍ شته چې خپل ډوډۍ راوړونکي  يې له لاسه ورکړي دي هغه ماشومان چې جګړو ددوى پلرونه له دوى څخه اخستي دي ښوونځي ته ديون پرځاى دکارموندلو په لټه کې دي چې يوه مړۍ  ډوډۍ ترلاسه کړي .
ددغه ولايت دجنګي ساحو اوسيدونکي دوروستيو جګړو له امله ترخې څرګندونې کوي  .
دبغلان له ولايت څخه دباختراژانس دسيمه ئيز خبريال دخبرله مخې لس کلن ماشوم فيصل چې دجګړو په بهير کې سخت ټپي شوى دى او پلار يې هم دوه کاله مخکې دطالبانو دجګړو له امله وژل شوى دى  له دولت څخه غواړي چې له ده او دده له کورنۍ  سره مرسته  وکړي .
دبغلان ولايت دعامې روغتيا رييس ډاکتر  محب الله  وايي چې ددغه رياست دشميرنو  له مخې دروان کال   له پيل څخه تراوسه پورې په دغه ولايت کې دجګړو له امله څه ناڅه  شل تنه ملکي وګړي وژل شوي او ١٧٠ تنه نور ټپيان شوي دي .
  ختم_ شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته