اقتصاد

په هرات پوهنتون کې دسوداګرۍ دوزير وينا.

 

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ٢٣ :

دهيواد دسوداګرۍ وزير ډاکتر انوارالحق احدي  له ٢٠١٤ کال وروسته 

دهيواد  دتجارتي راتلوونکي په برخه کې خپلې اقتصادي نظريې دهرات 

پوهنتون محصلانو ته  بيان کړې.

په هرات پوهنتون کې دعلمي لکچرونو په دوام داځلې دسوداګرۍ اوصنايعو وزير ډاکترانوارالحق احدي له ٢٠١٤کال وروسته دهيواد دتجارتي اواقتصادي  راتلوونکي په باب په وينا سربيره  دبرخه والو پوښتنو ته ځواب هم ووايه.

دسوداګرۍ اوصنايعو وزير په دغو علمي خبرو کې له کانونو څخه داستفادې دڅرنګوالي ، دبنسټونو دفعالولو ، دکار دزمينو دبرابرولو اودهيواد په اقتصادي پرمختيا کې د حکومت درول دڅرنګوالي په اړوند ددغه وزارت  دطرحو په باره کې خبرې وکړې.

ډاکتر احدي وويل، دهيواد لوړې زده کړې مناسب کمي حالت لري  بايد  دهغه دکيفي  کچې په لوړولو کې هم زياتې هلې ځلې وشي .

دسوداګرۍ اوصنايعو وزير دمسلکي اوعلمي کادرونو روزنه ، دزياتو تحصيلي امکاناتو برابرول  ، دلابراتوارونو سمبالول  اودتکنالوجي دامکاناتو برابرول دهيواد دپوهنتونونو اړتياوې وبللې .

ښاغلي احدي  په هيواد کې ديو غوره اکاډميک مرکز په توګه دهرات پوهنتون مقام مهم وباله.

په همدې حال کې دهرات پوهتون رييس پوهندوي ډاکتر  عبدالظاهر محتسب زاده  دمحصلانو او استادانو دظرفيتونودلوړولو  ، له بهرنيو پوهنتونونوسره تواميتونه اواکاډميکي قراردادونه اونوى پوهې ته  درسيدوپه خاطر دعلمي اواکاډميکي زمينوبرابرول ددغه پوهنتون مهم فعاليتونه وبلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته