سیاست

مارشال محمد قسيم فهيم د قندهار ولايت له يو شمېر مشرانو او دولتي چارواکو سره وکتل

کابل_ باختر دکب  دولسمه :
دجمهوري رياست لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم نن مازيګر په ولسي جرګه او د قندهار په ولايتي شوراکې د استازو په ګډون، دقندهار ولايت له څو تنو مشرانو  سره د صدرات په ماڼۍ کې وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ: په دې کتنه کې دجمهوري رياست لومړي مرستيال د هيوادوالو ترمنځ دوستي او ورورولي، په ستونزو  د برياليتوب لپاره  لاره وبلله او زياته يې کړه چې موږ بايد په زغم او د يوبل په منلو سره يوبل لازيات تجربه کړو او په ياد ولرو چې په اوس وخت کې نړيوالو پرمختګونو ددغه چلند سموالې باندې دتاييد مهر لګولى  دى .
دقندهار ولايت دوو تنو مشرانو په دغه ولايت کې يو لړ موجودې ستونزې  دجمهوري رياست لومړي مرستيال ته  په ګوټه کړې .
دجمهوري رياست  لومړي مرستيال هغوى ته ډاډ ورکړ چې هره يوه به يې په ډير لنډ ممکن وخت کې د اړوندو مراجعو له لارې وڅيړل شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته