اقتصاد

تبصره

کابل باختر د تلي شپږ ويشتمه
  داقتصادي همکاريو دکنفرانس په سازمان ( ايکو ) کې د سيمي دهيوادونو دمشرانو راغونډيدل له بل هر وخت څخه زيات دسيمه ئيزو همکاريو فرصت برابر کړي دي خو ددغه شان همکاريو پراختيا په صادقانه خوځښت پوري اړه لري .
دباختر اژانس  مبصر ليکې  په دې وروستيو وختو کې اقتصادي همکاريو دسازمان دلسو غړو هيوادونومشرانو خپله غونډه داذربايجان په باکوښار کې جوړه کړه دايکو ددغه شان غونډو هدف په سيمه کې داقتصادي  همکاريو وده ده چې داسيا په مرکز ، جنوب اولويديځ کې يوه پراخه جغرافيايي ساحه احتوا کوي .
  افغانستان ، هغه  هيواد چې داسيا جنوب له منځني اسيا سره ارتباط ورکوي دايکو دغړو هيوادونو په جغرافيايي  جوړښت کې مهم دريځ لري چې کولي شي د دغه سازمان دغړو ترمنځ داړيکو په پراختيا کې کليدي رول ولري .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي چې دايکو دمشرانو په غونډه کې يې دافغاني هيئت  مشرتوب په غاړه درلود دايکو دهيوادونو په فزيکې  جغرافياکې  دافغانستان دحساس دريځ ديادونې په ترڅ کې  څرګنده کړه  ( افغانستان له تاريخي ، جغرافيايي او فرهنګي  پلوه دمنځني اسيا او داسيا دجنوب ددوو حوزو نه جلا کېدونکې غړي دي .
  موږ دايکو دغړو هيوادونو له خلکو سره ډير ژور  فرهنګي او تاريخي پيوندونه لرو .
  دايکو دغړو هيوادونو په حوزه کې ډير مساعد امکانات او  فرصتونه شته چې که چېري موږ له هغو څخه سالمه استفاده وکړو په زياترو ستونزو به بريالي  شو .  حامدکرزي  په دغو څرګندونو سره دايکو دغړو هيوادونو ترمنځ دهمکاري په لازيات همکاري باندې تينګار وکړ  )
  مخکې له دې  دافغانستان دولت دسيمه ئيزو همکاريو پراختيا داسيا په جنوب او په منځني اسيا کې دزياترو ستونزو دحل کلي بللې وه هغه سيمي چې په اوس وخت کې له جدي ستونزو سره مخامخې دي دغه ګواښونه په عمده توګه دتروريزم له پديدي او دناسالمو اقتصادي سياليو زيږنده دي .
ايکو په داسې سياسي جغرافيا کې موقعيت لري  چې ډيري زياتې نفتي او تر ځمکې  لاندې زيرمې لري او دانساني ځواک او دعصري تکنالوژي ډير لوړ کاري ظرفيت لري  خو سره له دي هم  بې وزلۍ  او اقتصادي کمزورتيا يو شمير غړي  هيوادونه کړوي .  يوازي  اقتصادي بې وزلۍ نه ده چې ايکو ته يې ستونزي پيداکړي بلکې له دې څخه ډير ستر دتروريزم ورځ په ورځ زياتيدونکې ګواښ دي چې دايکو غړي همکاري ته رابولي چې دسيمه ئيز امن او ثبات په فضا کې د همکاريو په پراختيا لاس پوري کوي او دسوکالۍ  لاره غوره کوي .
  لکه څنګه چې  حامدکرزي په ډاګه کړه موږ بايد په صادقانه ډول ومنو چې تروريزم زموږ په سيمه کې پټنځاى  او اسانتياوي لري چې دهغو دله منځه وړلو په لاره کې له سيمې ددولتونو له صادقانه  او ګډي  مبارزي پرته په هغو برياليتوب ناشونې دي .
دغه راز  حامدکرزي دغه ټکې  څرګند کړ چې افغانستان نه يوازي
دخپل امنيت دتامينولو په لاره کې زياتي  قرباني زغملي  دي اوزغمي يې  بلکې زموږ امنيتي ځواکونه هره ورځ له هغو تروريستانو سره مخامخ دي چې هلې ځلې کوي زموږ له خاوري څخه دمنځني اسيا ځينو هيوادونو ، آن روسيې اوچېن ته دتيريدو لپاره  استقاده وکړي .
دجمهور رييس  کرزي څرګندونې داټکې په ډاګه کوي چې افغانستان نه يوازي په خپله دتروريزم قرباني دي بلکې ديو دفاعي ډال په جوړولو سره  هلې ځلې کوي چې دغه کرغيړنه او له بهر څخه صادره شوي  پديده دافغانستان دشمال پولو ته لاره پيدانه کړي .
  له تروريزم سره په مقابله کې دافغانانو استقامت  او مقاومت دسوله ئيز ګډ ژوندانه  او دسيمه ئيزو همکاريو په اصل  دافغانستان دښه نيت نښه نښانه ده چې بايد دايکو غړي هغه په څرګند ډول په پام کې ونيسي او له افغانستان سره دې هراړخيزه همکماري  وکړي چې په سيمه کې دتروريزم  دباالقوه خطر ګواښ له منځه لاړ شي او ايکو ديو معتبر اقتصادي سازمان په توګه  خپل  دريځ لاپسي  پياوړي کړي او داقتصادي همکاريو دپراختيا لپاره يوه قوي انګيزه اومرستندوى شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته