امنیت

شپږ مړي ترلاسه شول

کابل باختر دلړم شپږ ويشتمه :
دهغو شپږو تنوملکي وګړومړي چې د وسله والوطالبانو د ډلې له خوا د ارغستان ولسوالۍ په مربوطاتوکې وژل شوي وو؛  نن  دقندهار د پوليسو لاس ته ورغلل .
دقندهار د والي ويندوى جاويد فيصل باخترآژانس ته وويل چې دغه درې تنه درې ورځې مخکې کله چې د زابل له ولايت څخه دکارموندلو په مقصدقندهارته ورغلي وو؛ په لاره کې دطالبانو له خوا د ارغستان ولسوالۍ په مربوطاتوکې تښتول شوي وو.
فيصل زياته کړه چې وسله والو طالبانو دغه کسان په دې تور چې ګنې پوليس دي؛  له موټرو څخه ښکته کړل او شهيدان يې کړل .
خبرځاى زياته کړه چې د هغوى مړي د ارغستان ولسوالۍ په مربوطاتوکې دپوليسو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته