امنیت

د هېواد په ختيځ کې د نهو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل

 کابل باختر دوږي دمياشتې ٢٢نيټه :
د وسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند نهه تنه وسله وال ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
دهېواد په ختيځ کې د ملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل: په دې هوايي بريدکې نهه تنه وسله وال ډار اچوونکي ووژل شول.
  ده وويل: دغه وسله وال طالبان کله چې د يولړ بريدونو په سازمان ورکولو بوخت وو، پرې بريدونه وشول.
ويل کيږي په دې بريد کې د سيمي اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
د يوبل خبرله مخې:
په نورستان ولايت کې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه.
امنيتي مامورينو نن سهار څلور ماينونه دنورستان ولايت له ګڼ ميشتولارو څخه کشف او شنډ کړل.
تر اوسه پورې هيچا يا کومې ډلې د دغې ماين ښخونې مسووليت په غاړه نه دى اخيستى. خو ځيني امنيتي خبرځايونه وسله وال طالبان د دغو ناکامو ماين ښخولو مسوول بولي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته