سیاست

د افغانستان او قرغیزستان جمهورو رئیسانو پر افغان سوله او دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې

کابل- باختر – د غبرګولي ۲٤ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني او د قرغیزستان جمهوررئیس سورونبای جیین بیکوف، پرون ماخوستن په پلازمېنه بېشکیک کې د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا، افغان سولې، ترهګرۍ ضد مبارزې او اقتصادي همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د جمهورر‌‌‌ئيس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د قرغیزستان جمهوررئیس سورونبای جیین بیکوف جمهوررئیس غني ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د تلپاتې سولې د تامین ملاتړ وکړ او ويې ویل چې هېواد یې د تروریزم پر وړاندې د افغانانو د مبارزې قدرداني کوي.
هغه څرګنده کړه: قرغیزستان غواړي د افغان دولت له لارې په افغانستان کې له مېشت قرغیزیانو سره دوامدارې او حمایوي اړیکې ولري.
جمهوررئیس غني د قرغیزستان د جمهوررئیس او خلکو ښې مېلمه پالنې، د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو ناستې د ښه مدیریت او له افغانستان سره د همکاریو قدرداني وکړه.
د هېواد جمهوررئیس په قرغیزستان کې افغان محصلینو ته د لوړو زده کړو د زمینې برابرولو له امله جمهوررئیس سورونبای جیین بیکوف څخه په مننې وویل: په افغانستان کې د کاسا زر ( له منځنۍ آسیا څخه د افغانستان له لارې جنوبي آسیا ته د برېښنا لېږد) پروژې کارونه په چټکۍ سره روان دي.
پاى – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته