فرهنګ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د پنجشېر د والي سره وکتل

کابل –باختر د وږي دمياشتې ١٥
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزیر ښاغلي عبدالباري جهاني د پنجشېر په ولایت کي د کلتوري چارو او وزارت د اړوندو مسایلو په هکله د پنجشېر د والي ښاغلي عارف سروري سره خبري وکړې.
د یاد ولایت د کلتوري څرنګوالي په بیانولو ښاغلي سروري، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پرمختیايي بودجې څخه، د وزارت په لارښوونه د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اداري ودانۍ جوړولو پر بنسټ مننه وکړه.
نوموړي زیاته کړه چي د « ۱۲۸۹۲۰۵۷» افغانیو په لګښت دغه ودانۍ بشپړه او ګټي اخیستني ته سپارل سوې ده.
د پنجشېر والي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه د خپل ولایت اړوندو مسایلو په برخه کي د لا زیاتو همکاریو په غوښتلو د وزارت مشرتابه ته، د وږي « سنبلې » د ۱۸مي نېټې مراسمو ته د ګډون بلنه ورکړه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د هیواد ټولو سیمو ته د پاملرني په ټینګار، د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
له بلي خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړلو په کمېسیون کي ګډون وکړ.
ددغه کمېسیون چي مشري یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر ښاغلي جهاني کوي، په نننۍ غونډه کي د بېلابېلو رسنیو څخه رارسېدلي شکایتونه وڅېړل سول.
د کمېسیون د پرېکړو له مخي د ځینو رسنیو مسئولین راتلونکي غونډي ته د جزیاتو وړاندي کولو په موخه راوغوښتل سول.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته