امنیت

د هېواد په بېلابېلو سیموکې څه دپاسه ١٠٠تنه وسله وال ترهګر وژل شوي دي

کابل_باختر د چنګاښ د مياشتې٢٩ مه
د افغانستان د ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو هغو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونوکې د هېواد په بېلابېلو سیموکې ترسره شول، د ۲۸ تنو داعشیانو او د القاعدې د تروریستې شبکې د دوو غړو په ګډون څه دپاسه ١٠٠ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۶۱ تنه ټپیان او ۶ تنه نور یې نیول شوي دي .
د ملي دفاع وزارت د ویاند مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دغه ګډ عملیات د پليو ځواکونو له خوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، پروان، خوست، غزني، لوګر، پکتیا، پکتېکا، زابل،  قندهار، روزګان، فراه، هرات ، کندز، فاریاب، بغلان، بدخشان او د هلمند د ولایتونو په مربوطاتو کې تر سره شوي دي.
دغه راز په دغو عملياتوکې د دښمن د جنګي وسايلو يوه ډیپو، ۷ موټر سایکلونه، دوه ډاتسن موټر او د هغو څو پټنځايونه له منځه وړل شوي او درې موټر سایکلونه له يو شمېرجنګي تجهیزاتو سره په عملیاتوکې د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته