سیاست

دانتخاباتو په ترسره کولو کې ددين د عالمانو اودقومي مخورو د رول ترعنوان لاندې په کابل کې يو سيمينار جوړ شو

کابلباختردسنبلي٢٥
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس دراتلونکو انتخاباتو د ترسره کولو په بهير کې  د دين دعالمانو اودقومي مخورو رول ضروري او کليدي وباله .
دباختر آژانس دخبريال دخبر له مخي  : 
د انتخاباتو دخپلواک کميسيون رييس ډاکتراحمديوسف نورستاني  چې نن  يې دانتخاباتو د عامه پو هاوي لپاره د عالمانو اومخورو د همکارۍ ترعنوان  لاندې سيمينار کې خبرې کولې څرګنده کړه ، موږ ددې لپاره چې و کولاى  شو دسياسي ليږدونې لپاره مشروع  لاره آواره کړو دانتخا باتو له ترسره کولو پرته بله  لاره نه لرو .
ده وويل :  چې په ملي پروګرام او بهير دخلکو په پوهاوي کې دديني عالمانو رول دستاينې او ارزښت وړ دى او دغه عالمان کولاى  شي د ديني موعظو له لارې خلک د انتخاباتو په بهير خبرکړي.
دانتخاباتو د خپلواک کميسيون رييس د هيواد له ټولوعالمانو اومخوروڅخه وغوښتل چې دعامه پوهاوي په خاطر دانتخاباتو دخپلواک کميسيون ملاتړ وکړي چې سراسري او شفاف انتخابات تر سره شي .
دانتخاباتو دخپلواک کميسيون د دارالانشا دريس ضياالحق امرخيل دڅرګندونو له مخې  د دغه سيمينار د جوړولو هدف دانتخاباتو په ترسره کولوکې د ديني عالمانو له امکاناتو څخه استفاده و بلله ځکه د دين عالمان کولاى  شي خلک انتخابولو او انتخابيدو ته  وهڅوي .
ده  د دين له عالمانو څخه وغوښتل چې تاسې په شرايطو د برابرو کسانو په هڅولو کې ستر رول لري او کولاى شي دجوماتو نو اوممبرو نو له لارې خلک دې ته وهڅوي چې په را تلونکو انتخاباتو کې ونډه واخلي .
وروسته د کابل والي عبدالجبارتقوا خبرې و کړې او ويې ويل په يو هيواد کې دښځو اونارينه و برخليک په شفافو ،قانوني ،مشروع او سراسري انتخاباتو پورې اړه لري او دغه انتخابات موږ هدف ته  رسوي  .
ده وويل ،  چى بايد له جګړې څخه لاس واخلو اوداقتصاد دبيا رغاوني دسياست دښه والي په خاطر کار وکړو  چۍ هماغه انتخابات دي  .
ده ټولو عالمانو او ولسوالانوته  وړانديز وکړ چې خلک انتخاباتوته وهڅوي چې په شرايطو برا بر هيڅ وګړي له دغه بهير څخه بې برخې پاتې نه شي او زموږ يوازيني دنده د خلکو هڅونه ده .
يو بل برخه وال چې د نورو په استا زيتوب يې خبري کو لې وويل  چې دوي به خپلې ديني ،اخلاقي او هيواد ني وجيبې او مکلفيتونه ترسره کړي چې خلک په انتخاباتوکې په ګډون سره وکولاى  شي خپل مشر او لارښود انتخاب کړي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته