امنیت

په هرات کې طالبانو ته دسر دروند زيان واوښت .

کابل باختردتلي شپږويشتمه
وسله والو طالبانو ته پرون دهرات ولايت  دکشک رباط سنګي  په ولسوالۍ کې دسر دروند زيان واوښت .
يوزيات شمير وسله والو طالبانو په چغوکک سيمه کې  دسرحدي پوليسو په ځواکونو پورې اړوند په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ چې دامنيتي ځواکونو له مقاومت  سره مخامخ شول .
په دې نښته کې اته ويشتو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .
دسرحدي پوليسو مسوولين وايي چې دغه جګړه له هغه وروسته ونښته چې وسله والوطالبانو دسرحدي پوليسو دسرتيرو په پوستې بريد وکړ .
ويل کيږي چې  په دې پنځه ساعته نښته کې يوولس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اوولس تنه نور طالبانو ټپيان شوي دي
مسوولين وايي چې په دې  نښته کې دسرحدي پوليسو سرتيرو ته زيان نه دى اوښتى .
داپه داسې حال کې ده چې ددولت  دمخالفينو يوه اندازه  وسله اومهات هم  دسرحدي پوليسو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .
مقامات وايي چې همدا اوس په سيمه کې حالت ارام دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته