سیاست

ایمل فیضي: د ډیورند دکرښې په اړه د امریکایي دیپلوماتونو څرګندونې به د افغانستان د خلکو او حکومت پر دریځ باندې هیڅ ډول اغیزه و نه لري

کابل- باخترد لړم دريمه:
د جمهوررئیس ویاند ایمل فیضي چې نن یې د حکومت د رسنیو په مرکزکې خبرې کولې، د ډیورند دکرښې په اړه د امریکایي دیپلوماتانو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل : د ډیورند دکرښې په اړه د امریکایي چارواکو څرګندونې د دې هېواد همیشنی دریځ دی خو د هغوی دا څرګندونې د افغانستان د خلکو او حکومت پر دریځ باندې هیڅ ډول اغیزه نه لري.
ایمل فیضي وویل د ډیورند مسله یوه ملي، تاریخي او حقوقي موضوع ده چې حکومتونه او بهرني هېوادونه یې په اړه پریکړه نه شي کولای، بلکې دا د افغانستان خلک دي چې په دې باب به  تصمیم نیسي.
همدا راز د جمهوررئیس ویاند په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د جمهوري ریاست د انتخاباتو په ترسره کیدو باندې ټینګار وکړ، وې ویل د افغانستان دولت  هوډمن دی چې انتخابات باید په خپل وخت، شفاف او په عادلانه ډول ترسره شي.
ده، د انتخاباتو د شکايتونو په کمیسیون کې د دوو بهرنیو اتباعو غړیتوب د افغانستان له اساسي قانون او ملي حاکمیت سره په تضاد کې وباله، وې ویل: انتخابات د افغانستان خپله کورنۍ موضوع ده او افغانستان اوس هغه د لس کاله پخوا افغانستان نه دی، بلکې ننی افغانستان د دې توان او ظرفیت لري چې په خپله انتخابات ترسره کړي.
د جمهوررئیس ویاند دغه اندیښنې چې د افغانستان حکومت به په انتخاباتو کې لاس وهنه وکړي، بې ځایه وبللې، وې ویل افغانستان ډیموکراسۍ ته ژمن او ولسواک هېواد  دی، دبیان آزادي، مدني ټولنې، ډله ایزې رسنۍ او ملي شورا لري چې د دوی هریو کولای شي په انتخاباتو څارنه وکړي او په هغوکې کورنۍ او بهرنۍ لاس وهنۍ بربنډې کړي.
ایمل فیضي همدا راز په دې خبري ناسته کې په بهرنیو هېوادونوکې افغان محصلانو لپاره په ځانګړې شوې بودجه کې د زیاتوالي خبر ورکړ، وې ویل: د افغانستان حکومت هغه لس میلیونه ډالره چې پخوایې په بهرنیو هېوادونو کې د افغان محصلانو د لوړو زده کړو لپاره له ملي بودجې څخه بیل کړي و، پنځلس میلیونو ډالرو ته لوړ کړل چې له دې وروسته به هرکال  پنځلس میلیونه ډالره په بهرنیو هېوادونوکې دافغان ځوانانو د لوړ زده کړو لپاره ځانګړي شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته