امنیت

په لوګر کې د انسان د قاچاق د مخنيوې په موخه يو ورځنی ورکشاپ جوړ شو

کابل باختر دکب دمياشتې اته ویشتمه
په لوګر ولايت کې د انسان د قاچاق د مخنيوې په موخه يو ورځنى ورکشاپ جوړ شو.
په هغو مراسو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي و، د لوګر د عدليې رېيس عبدالرازق ناصح د انسان د قاچاق په اړه د هر اړخيز معلوماتو د وړاندې کولو ترڅنګ وویل چې د نړۍ په هره برخه کې خلک له دغه ستونزې سره مخ دي.
د زياته کړه: که خلکو ته د کار زمنيه برابره شي، نو وبه کولای شو چې له دغه ناوړه پديدې ته د پای ټکی کېږدو.
د دغه ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رېیس محمد شفيق پوپل وويل چې لوړ ولورونه او  په بدو کې د ښځو ورکول د دې لامل شوي چې ځوانان له خپل هېواد څخه نورو هېوادونو ته تللو ته اړ کوي.
ده د رسنيو له استازو څخه وغوښتل چې د انسان د قاچاق د مخينوي په برخه کې د عامه پوهاوي په اړه د خپرونو له لارې پراخ تبليغات وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته