فرهنګ

تبصــره

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٨ :
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د خبريالانو پرخلاف د تاوتريخوالى د مخنيوي په خاطر مخ په  وړاندې يو بل ګام کيښود.
دباخترآژانس مبصرليکي:
د اوسني نظام يو برياليتوب د بيان آزادي ده. د دغې آزادۍ په برکت دى چې افغانستان د پراخ بنسټه او د زيات شمېرمطبوعاتوخاوند شوى دى او کره او مسلکي خبر ورکولو د تصويري، چاپي او د اوريدونکو رسنيو د دندو په سرکې ځاى نيولى دى.رسانه يي آزادي چې سارى يې نه شوکولاى د سيمو په هېوادونوکې ووينو؛ خو بايد وويل شي چې کله ناکله د خبريالانو او د رسانه يې کارکوونکو پرخلاف تاوتريخوالي ترسره شوي دي، سره له دې چې ددغه شان سرغړونو ځينې موارد د رسانه يي سرغړونو دڅيړنې دکميسيون له  خوا څيړل شوي دي او آن دپخوا په شان ځينې پوښتنې او مسئلې له اړوندو ارګانونوسره طرحه شوې دي چې له نيکه مرغه ښې نتيجې يې هم ورکړې دي. خو يوشمېرکسانو کله ناکله د خبريالانو او د رسنيو د فعالانو پرخلاف له تاوتريخوالى څخه کار اخيستى دى.
په همدې دليل د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د هېواد په اوسنيو سياسي او ټولنيزو حساسيتونو په پوهيدو سره د خبريالانو پرخلاف د تاوتريخوالى د قضيو د څيړنې په خاطر د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهوري رياست ته دخاص کميسيون دجوړيدو وړانديز وکړ چې  له نيکه مرغه دلوى څارنوالۍ، د اطلاعاتو اوفرهنگ وزارت او د ملي امنيت د لوى رياست د واکمنو استازو او د دوو تنو رسانه يي کارپوهانوپه ګډون دغه کميسيون منظور شو.
د خبريالانو او په رسنيو پورې د نورو اړوندوکسانو پرخلاف په تاوتريخوالى پورې بېلابېلې مربوطې قضيې تعقيب او خلکو ته خبر ورکړي.
دکارپوهانوپه باور د هېواد په رسانه يي کورنۍ کې د دغه شان واکمن کميسيون ځاى تش و، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت سره وکولاى شول دغه نيمګړتيالرې کړي او په هېوادکې د بيان د آزادى د ساتنې، پراختيا او بنسټيزکولو په خاطرمخ په وړاندې يوبل ګام کيږدي او د هېواد د رسنيو کورنۍ ته ډاډ ورکړي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به د بيان د آزادى د بنسټ ايښودونکى په توګه په هېوادکې د دموکراسۍ ، ولسواکۍ  او د فکر او بيان د آزادى علم بردار وي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته