سیاست

تبصره

کابل – باختر د زمري دمياشتې ١١
د طالبانو د ډلې د پخواني مشر ملامحمد عمر له ابهام ډکې مړينې دغه مسئله جدي کړې ده چې د دغې ډلې مشرتوب د افغانستان د شخړې په سياسي حل اعتقاد او د خلکو ترڅنګ په دريدلو زيات باور پيدا کړي.
د باختر آژانس مبصر ليکي:
د طالبانو د ډلې دپخواني مشر ملامحمد عمر د مړينې خبر اوس باوري اوکره شوى دى او د طالبانو په ګډون معتبرو خبرځايونو هغه تاييدکړى.
د طالبانو د پخواني مشر د مړينې خبره په داسې حال کې طرحه کيږي چې هيواد له نويو پرمختياوو سره مخامخ دى، د دې ترڅنګ چې په هيوادکې د سولې او د ښکيلو لورو د نږديوالي خبرې طرحه دي. طالبانو په سياسي ډګرکې هم په تحرکاتو لاس پورې کړى دى او لا تراوسه پورې هم د زيات تاوتريخوالي عامل دي.
که چيرې د طالبانو د ډلې دمتوفى مشر ملاعمر په شتون کې د هغوى تيرو وختونو او کړنو ته ځير شو؛ ملا عمر يو خيالي اتل و؛
نه فعال سياسي مشر.
ملاعمرهيڅکله په عام محضرکې ونه ليدل شو. ده هيڅکله سياسي وينا و نه کړه، په داسې حال کې چې ځان ته يې مشخص ديني لقب ورکړى و. آن د کوم ديني وعظ لپاره په کوم جومات کې ونه ليدل شو. خو د ده له نامه څخه فتوا ورکول کيده او د ده په نامه خطبې لوستل کيدې، دملاعمر په شتون کې د بهرنيو استخباراتو په تيره بيا د پاکستان داستخباراتو سياستونو د تطبيق زمينه پيدا کړه.
په تيرو څوارلسو کلونوکې هيڅ داسې سند او مورد شتون نه لري چې وښيي متوفى ملا عمر دسولې ، پخلاينې او دافغاني او اسلامي اخوت لپاره اراده او نيت درلود خو د ملا عمر مړينې نوې فضا رامنځته کړې ده.
هغه څه چې وويل شول؛ د طالبانو په تيرو وختونو پورې اړه پيدا کوي . هغه څه چې تور او وحشتناک و. خلک د طالبانو له نوي مشرتابه څخه هيله لري چې له پخواني تاوتريخوالي سره مخه ښه وکړي او د راتلوونکې لپاره دې يو روښانه لرليد ترسيم کړي ، له ملت څخه بخښنه وغواړي او د راتلوونکې لپاره دې هلې ځلې وکړي.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان ملت د افغانوالي په نامه له خپلو قومي ، ديني او سمتي تړلتياوو او تعلقاتو په پام کې نيولو پرته له ګډ ګواښ سره مخامخ دي، نن ورځ نوې پيدا شوې تروريستي او افراطي ډلې د افغانانو ژوند او راتلوونکى ګواښوي. لازمه ده چې د خلکو ټول سياسي او ټولنيز جريانونه د يوبل ترڅنګ ودريږي او په هيوادکې سياسي ګډوډي پاى ته ورسوي او نور پرې نږدي چې اسلام او شريعت د پرديو استخباراتو لپاره وسايل وي او طالبانو د هغوى ګوداګيان.
دغه راز د طالبانو اوسني مشرته په کار دى چې د خلکو ترمنځ خپل دريځ تثبيت او ځان د خلکو ترمنځ پيدا کړي. تجريد والى او تيښته د ستونزو د حل لاره نه ده بلکې د طالبانو د مشرتابه دنوي کړۍ په نسبت بې باوري او بې اعتمادي جدي کوي او له دې زيات بايد دهيواد په لرغونو دښمنانو باور ونه کړو او ډډه ونه لګوو.
په هيوادکې هيلې په دې دي چې د افغانستان د دولت او د طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرې په اوسنۍ مساعده فضا کې له سره پيل شي او پرونې کينې خپل ځاى په زغم او منلو بدل کړي او د خبرو او تفاهم فصل ډير ژر پرانستل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته