امنیت

د کونړ څو سيمې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکې شوې

-کابل/ دتلې ١٨مه/ باختر
د کونړ څو سيمې په پوځي عملياتوکې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکې شوې.
په عملياتوکې پوځيان بريالي شول چې د ډار اچوونکو له شتون څخه د سرکاڼو او خاص کونړ ولسواليو د ځينو سيمو د پاکولو ترڅنګ دسيمې د خلکو امنيت تامين کړي.
دغه عمليات چې څه ناڅه لس ورځې وړاندې د سلګونو ځواکونو په ګډون د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ پيل شوي وو، پرون ناوخته پاى ته ورسېدل.
د هېواد په ختيځ کې يوه جګپوړي پوځي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په عملياتوکې د سرکاڼو او خاص کونړ ولسواليو ځينې برخې د داعشيانو او طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.
په عملياتوکې ډار اچوونکو ته د سر زيان اوښتى دى، خو دقيق شمېر يې نه دى معلوم.
پوځيانو په هغو سيموکې چې د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکې شوې ، پوستې جوړې کړې دي او دا کار د دې سبب شوى دى چې سلګونه کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته راستانه شي.
ختم- ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته