اقتصاد

دسمنګانو سوداګرو دشپږ سوه مليونو افغانيو په ارزښت دانګورو محصولات راټول کړي دي .

کابل باختردلړم پنځلسمه :
دسمنګان ولايت سيمه ئيز  مسوولان وايي  چې په روان کال کې دتيرکال په پرتله  په دغه ولايت کې دانګورو محصولات په سلوکې  ديرش کم شوي دي او ددغه ولايت په سلو کې اتيا انګور له هېواد څخه بهرته صادر شوي دي .
دسمنګانو ولايت دکرنې او اوبو لګولو رييس همايون حبيب  باختراژانس ته وويل دهغې سروې له مخې  چې ددغه ولايت دفيروز نخچير او دحضرت سلطان په ولسواليو کې ترسره شوې ده په يوزرو  درې سوه شل هکتاره  ځمکه کې دانګورو بڼونه شته او بڼوالو تيرکال  ١٩ زره ټنه انګور ترلاسه کړي و خو سږ کال يې ١٥ زره ټنه انګور ترلاسه کړي دي چې دتيرکال  په پرتله په سلو کې ديرش کمښت ښيي .
حبيب  زياته کړه چې دسمنګانو حسيني او تايفي انګور نړيوال شهرت لري  او لرې پرتو سيمو ته دليږدونې لپاره مقاومت لري او په همدې دليل  يې دسوداګرو پاملرنه جلب کړې ده .
دسمنګانو ولايت دکرنې او مالدارۍ رييس زياته کړه چې تيرکال دسمنګانو دانګورو  محصولات په سلو کې  پنځوس له هېوادڅخه بهر ته صادر شوي و خو سږ کال په سلو کې  اتيايې  صادرشوي او بيه يې هم لوړه شوې ده .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې تيرکال  دسمنګانو  سوداګرو دانګورو دپلورنې  له پلوه ديرش مليونه افغانۍ ترلاسه کړې وې خو په روان کال کې يې شپږ سوه مليونه افغانۍ ترلاسه کړي دي .
دسمنګانو ولايت دکرنې او اوبو لګولو چارواکو دانګورو دحاصلاتو د کمښت علت دهوا سړښت بللى دى.
  ختم_عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته