امنیت

ناپېژاندو وسله والو په قندهار کې یو ملا امام وواژه

۲۱- کابل / د سلواغې ۱۵ مه / باختر
ناپېژاندو وسله والو نن سهار د قندهار د نهمې حوزې اړوند درېیم بلاک کې د عبدالباقي په نوم یو ملا امام وواژه.
عیني شاهدان وايي چې وسله وال د ملا امام کور ته ورغلي او د کور په دروازه کې يې پرې ډزې کړې دي.
د قندهار امنیې قوماندانۍ د پېښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د قندهار د نهمې حوزې په نوروزو کوڅه کې درې ورځې وړاندې هم د عبدالباري په نوم یو ملا امام چې دیني مدرسه یې هم لرله، وژل شوی و.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته