ټولنه

حامد کرزي د جنرال مطیع الله خان د فاتحې په مراسموکې ګدوڼ وکړ

کابل باختر د وري د مياشتې ١٣ مه:
د افغانستان پخواني جمهور ریيس حامد کرزي نن د ارزګان د امنیې قوماندان، جنرال مطیع الله خان د فاتحې په مراسمو کې ګدوڼ وکړ.
د حامد کرزي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
حامد کرزي د مطیع الله خان کورنۍ او دوستانو ته د تسلیت او خواشینۍ مراتب وړاندې کړل او هغه ته یې د لوی خدای(ج) له دربارڅخه د فردوس جنت هيله وکړه.
ارواښاد جنرال مطیع الله خان د ارزګان ولایت د امنیې قوماندان په توګه دنده ترسره کوله او د ۱۳۹۳ کال د کب د میاشتې په ۲۷مه نېټه په کابل ښارکې په شهادت ورسید.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته