ټولنه

د ښارجوړونې وزارت مرستیال پکتیا ته سفر وکړ

ګردیز/باختر/ د چنګاښ ۴ مه
د ښار جوړونې وزارت مرستیال روښان ولسمل پکتیا ته په خپل سفر کې د دغه ولایت له والي شمیم خان کټوازي سره وکتل او پر یو لړ اړینو مسایلو یې ورسره خبرې وکړې.
د باختر اژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې، په کتنه کې د پکتیا والي د ښار جوړونې وزارت له مرستیال څخه د ځمکو او ښار جوړونې په وزارت کې د پکتیا د ۲۸ ښوونځیو، د احمدخېلو ولسوالۍ د ثبت خېلو د کلینیک، د پکتیا پوهنتون د عامه کتابتون او پوهنتون لپاره د ۳۱۳ جرېبه ځمکې د انتقال، د ګردېز ښار د ماسټر پلان، د تفصیلي پلان لپاره د ښار د پاتې دېرش سلنه سروې او پر یو شمېر نورو پروژو او پروګرامونو د چټک کار غوښتنه وکړه.
کټوازي وویل، چې د پکتیا د ښارجوړونې ریاست ته دې یو شمېر تخنیکي وسایل ورکړل شي، چې د ولایت یو شمېر انکشافي او تخنیکي ساختماني مسایل په سیمه کې حل شي چې په دې سره وخت له ضایع  نه شي اودکارونومخه به ونيول شي .
د ښار جوړونې وزارت مرستیال روښان ولسمل وویل، چې په وزارت کې د پکتیا د ټولو پروژو د ډیزاین، تدارکاتو او نورې اړوندې چارې به چټکې شي.
هغه زیاته کړه، چې په ګردېز ښار کې به د اېسکار پروګرام تر چتر لاندې د نړیوال بانک په مالي مرسته کوچنۍ پروژې هم پلې کړي او ژمنه یې وکړه چې د ګردېز ښار د ماسټر پلان او تفصیلي پلان د بشپړولو لپاره به هم خپلې هڅې ګړندۍ کړي، چې د ښار پراختیا ته زمینه برابره شي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته