۱۰۰ ورځې

عبدالقيوم کرزى د جمهوري رياست په راتلوونکو انتخاباتوکې د ډاکتر زلمي رسول په ګټه له خپلې نوماندۍ څخه تيرشو

کابل – باختر دکب د مياشتې ١٦ مه:
د جمهوري رياست نوماندعبدالقيوم کرزى نن په يوه خبري غونډه کې د ډاکتر زلمي رسول په ګټه له خپلې نوماندۍ څخه  تير شو.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: 
عبدالقيوم کرزى چې پخوا يې د جمهوري رياست د نوماند په توګه نوم ليکلى و؛ له دوه ديرشو ورځو انتخاباتي مبارزو وروسته نن له خپلو دواړو مرستيالانو سره په يوه خبري غونډه کې حاضرشو او د جمهوري رياست دبل نوماند ډاکتر زلمي رسول  په ګټه له خپلې نوماندۍ څخه تيرشو .
ده د زلمي رسول په ګټه له انتخاباتي سياليو څخه د خپلې تيريدنې د اعلامولو په وخت کې وويل: زه په دې دليل تيرشوم چې زموږ د ټيم هدفونه د ډاکتر زلمي د ټيم له  هدفونو سره يو شان و.
ده له خپلوپلويانوڅخه وغوښتل چې په راتلوونکو انتخاباتوکې هغه چاته رايه ورکړي چې په  اداري فسادکې ککړ نه وي.
ده دغه راز وويل: زه د افغانستان د خلکو دګټو په خاطر د زلمي رسول په ګټه له خپلې نوماندۍ څخه تيرشوم او ټينګار يې وکړچې له نن څخه وروسته به زموږ ټيم  د ډاکتر زلمي رسول د انتخاباتي ټيم يوه برخه وي.
دغه راز په  دې خبري غونډه کې ډاکتر زلمي رسول  وويل: موږ د نورو په شان نه يو  چې له هرې لارې ځان قدرت ته ورسوو. موږ په خلکو باور لرو او ډاډمن يو چې په انتخاباتوکې بريالي کيږو.
ده له خپل انتخاباتي کمپاين سره د عبدالقيوم کرزي پيوستون يو ارزښتناک ګام وباله او هرکلى يې وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته