سیاست

دجنرال دوستم څرګندونې

کابل باختر د لړم څلورمه :
د جمهوري ریاست لومړي مرستیال سترجنرال عبدالرشید دوستم پرون د هېواد د بېلابېلو مسایلو په اړه څرګندونې وکړې.
دجمهور رييس مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ.
دا څرګندونې په داسې حالت کې کېږي چې د هېواد زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه په بېلابېلو ولایتونو او نقطو کې له تروریستي ډلو سره په مبارزه بوخت دي. همدارنګه په دې موده کې د بین المللي همکارانو په منځ کې د افغانستان د دريځ د اعتماد د جلب او بروکسل کنفرانس کې د هېواد د ودې او بیا رغاونې لپاره د زیاتو منابعو د تامین لپاره د جمهور رئیس کوښښونه ثمر ته رسېدلي. د دې ټولو باوجود د هېواد په ټولو تصمیم نیونکو جوړښتونو لکه ”کابینه او امنیت شورا“ کې د کلیدي غړي په توګه د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال څرګندونې په اوسنیو شرایطو کې د هغه د شان او مقام خلاف دي.
د هېواد د ځوانې ولسواکۍ او اساسي قانون  په رڼا کې د متقابل د درک او د هېواد په لویو او تصمیم نیونکو بنسټونو کې په هره کچه د هر ډول بحث کولو لپاره، ظرفیت وجود لري.
ښه به وي چې د هېواد په لویو تصمیم نیونکو مراجعو کې متفاوت لیدلوري او لارې وړاندې او له هر اړخیز نقد او ارزونې وروسته د چارو د اجرا او ښه والي تصمیم ونیول شي.
په مجازي فضا او د تصمیم نیولو مراجعو دایرې څخه دباندې دغه ډول بحثونه له یوه لوري د بنسټیزو اصلاحاتو مانع ګرځي او له بل لوري د هېواد دښمنانو ته د ناوړه ګټه اخیستنې فرصت برابروي.
د هېواد د اساسي قانون په رڼا کې او د ښې حکومتوالۍ د اصولو مطابق د حکومت د ټولو غړو او خصوصاً د جمهوري ریاست د مرستیالانو صلاحیتونه او دندې تشخیص او تنظیم شوې دي. د جمهوري ریاست لومړی مرستیال د ملکي مقام په توګه له ټولو قانوني او ورسپارل شویو صلاحیتونو څخه استفاده کوي.
هغه په ضمن کې د هېواد په ځینو بنسټونو جدي تورونه لګولي چې دا تورونه د هېواد د عدلي او قضایي بنسټونو له لوري هر اړخیزې ارزونې او څېړنو ته اړتیا لري، تر څو د هغو صحت او عدم صحت تثبیت او د هېواد د قوانینو مطابق ورسره چلند وشي. حکومت همدارنګه ځان مکلف ګڼي زموږ د هغو هېوادوالو شکایتونو ته رسیدګي وکړي چې طالبانو او په وروستیو جنګونو کې ټولو ښکېلو ځواکونو ورسره  بدچلند کړی او په جرایمو مرتکب شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته