امنیت

په کندزکې ديرشو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٥
دکندز ولايت د امام صاحب ولسوالۍ په مربوطاتوکې نن د چاڼيزو عملياتو په بهير کې ١٢ وسله وال طالبان ووژل شول .
د کندز د امنيې قوماندانۍ ويندوى د باختر آژانس خبريال ته وويل: د دغو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې ١٢ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ١٨ تنه نوريې ټپيان شول او يو تن يې ونيول شو.
خبرځاى زياته کړه: په امام صاحب ولسوالۍ کې ګنبد، قرت، بلاق او کنجک د کليو په ګډون دولس کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته