خبرونهښوونه او روزنه

په لوګر کې څه دپاسه ۲۰۰ زده کوونکو ته د زده کړې زمینه برابره شوه

کابل / د لیندۍ ۳ مه / باختر

د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې نن د جمعه خان کوچي د لومړني ښوونځي ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د لوګر د پوهنې رياست وياند شاهپور عرب باختر آژانس ته وويل چې د جمعه خان  کوچي د لومړني ښوونځي ودانۍ د (اقرا) پروګرام د اووه میليونو افغانيو په لګښت په يو پوړ کې په پاخه او اساسي ډول جوړ کړى دى چې په يو وخت کې د څه دپاسه  ۲۰۰ زده کوونکو ظرفيت لري.

هغه زياته کړه چې د جمعه خان کوچي لومړنى ښوونځی ٩کاله وړاندې جوړ شوى دى چې١٥٠ زده کوونکي پکې په زده کړه بوخت دي او تر دې وړاندې په نامناسب ځاى او کرايي کورونو کې په زده کړې بوخت وو.

ختم- شکريه- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته