ټولنه

په شپږ سوه بې وزلو کورنيو خوراکي توکي وويشل شول .

-کابل باختر د لړم  نولسمه :
  دلوګر ولايت دولسواليو چې پل علم هم پکې شامل دى له شپږ سوه بې وزلو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه .
دلوګر والي محمد حليم فدايي باختراژانس ته خبر ورکړ: دغه مرسته دسعودي عربستان  اړوند د نړيوالې اسلامي خيريه موسسې  له خوا دلوګر ولايت دمرکز په ګډون  دهغه دټولو ولسواليو دښوونځيو له نارينه او ښځينه ښوونکو سره وشوه چې خوراکي توکي ، غوړي ، وريجي ، اوړه او لوبيا پکې شته .
يوه اړونده خبرحاى وويل: په اوسنيو شرايطو کې دښوونځيو او مدرسو داستادانو او زده کوونکو اقتصادي حالت خراب دى او مرستې ته زياته اړتيا لري .
  دلوګر والي له مرستندويو موسسو څخه وغوښتل چې له دغو بې وزلو کسانو سره زياته مرسته او همکاري وکړي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته