امنیت

په کابل کې يوسلو يوولس ليږدونکي وسايط دتورو ښيښو له شتون څخه پاک شول .

کابل باختر د سلواغې  څليرويشتمه :
دکابل ګارنيزيون دلوى قوماندانۍ منسوبينو  دڅه ناڅه  يوسلو يوولسو  پوځي او ملکي وسايطوښيښې له تورو فلمونو او له اضافي  شيانو څخه پاکې کړې .
دکابل ګارنيزيون دلوى قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر  باختراژانس ته خبر ورکړ ،  دکابل ګارنيزيون دلوى قوماندانۍ  دګرځنده ښاري ګزمې ډلو  دغير مسوولو  وسله والو کسانو او له قانوني مجوز پرته  دزغره والو وسايطو  دتګ راتګ  دمخنيوي  په لاره کې  دعملياتو په بهير کې  ديوسلو يوولسو پوځي اوملکي وسايطو ښيښې له تورو فلمونو  او له اضافي  شيانو څخه پاکې کړې .
دغه راز  دکنترول او چک په  بهير کې  دولس بې سنده پوځي اوملکي وسايط ، يوکلاشينکوف ، يو چره  يي ټوپک او پنځه پوځي جمپرونه  له غير مسوولو کسانو څخه  راټول او دکابل ګارنيزيون دلوى قوماندانۍ موظف کميسيون ته ليږدول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته