فرهنګ

دافغانستان دنوم ورکو روږدوکسانو ټولنې غونډه وکړه .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٦
دافغانستان دنوم ورکو روږدوکسانو د ټولنې غونډه نن داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دمطبوعاتودنړيوال مرکز په تالار کې جوړه شوه .
دبآختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : دغه غونډه داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو د چارو دمعينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي دهيواد دلومړې ميرمنې دسلاکارى ناديې صالح ، دجمهوري رياست د دويم معاونيت دښځو دچارو دسلاکارې ډاکترې حبيبې وهاج ، يو شمير مسوولينو او دافغانستان له نوم ورکو روږدوکسانو دټولنې ديوشمير غړو په ګډون جوړه شوه .
دغونډې په پيل کې ددغې ټولنې مسوول محمد ظاهر د ټولنې دفعاليتونو دڅرنګوالي په باب خبرې وکړې او ويې ويل : چې ددغې ټولنې اساسي هدف دنشه يي توکو دکارولو دمخنيوي په باب دپيغامونو رسول ،دنشه يي توکو دزيانونو بيانول او ټولنې ته دروږدو کسانو بيرته ستنيدل  دي .
ده زياته کړه :دغه ټولنه دلومړي ځل لپاره په ١٩٥٣ ميلادي کال کې دامريکا په کلفورنيا ايالت کې جوړه شوه او شپږ کاله مخکې په افغانستان کې جوړه شوه .
ده وويل: اوس دغه ټولنه دکابل ،هرات ،فراه،بلخ او دغزني په ولايتونو کې څه دپاسه زر تنه غړي لري او هيڅ راز سياسي قومي او مذهبي تړلتيا نه لري.
ددغې ټولنې دمشرتابه غړي او ددغې ټولنې داصولو او دولسوګامونو په باب معلومات ورکړل او څرګنده يې کړه چې له اوږدوکسانو سره دغونډو په جوړولو سره دنشه يي توکو دکارولو دزيانونو له نشه يي توکو څخه له کارولو څخه دلاس اخيستلو دڅرنګوالي او ټولنې ته دستنيدو په باب څرګندونې کوې .
ده وويل: ددغې ټولنې ټول غړي او مشرتابۀ هيت له روږدو کسانو څخه دي چې زياترو يې له نشه يي توکو څخه له استفادې څخه يې لاس اخيستى دى .
دغه راز په دې غونډه کې ددغې ټولنې غړو اسمعيل سيد رضا او سيد اسد الله ددغې ټولنې دفعاليتونو دبيلابيلو اړخونو په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې د دوي هدف دهيلې دپيغام رسول او له نوي ژوندانه او دنشه يي توکو له کارولو څخه پرته د روږدوکسانو بلدتيا دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته