ورزش

دفوټبال دحذفي جام سيالۍ دوام مومي .

کابل باختر د ثور څوارلسمه :
په کابل کې د فوټبال دحذفي جام سيالۍ نن په دوو لوبو سره دوام کوي .
دکابل دفوټبال  فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پړاو کې داردو دځوانانو ټيم دامر خيلو له ټيم  سره او داميد افغان ټيم دمشعل له ټيم سره لوبې کوي .
دقيومي دڅرګندونوله مخې، دفوټبال دحذفي جام سيالۍ له پرون څخه راپديخوا دشپاړلسو ټيمونو ترمنځ په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې هره ورځ دوام کوي او په پرونيو لوبو کې دپنجشير دځوانانو ټيم دصفر په وړاندې په دريو سره دفيروزي ټيم ته ماتې ورکړه او دکابل دځوانانو ټيم دصفر په وړاندې  په يوې سره داتحاد ټيم ته ماتې ورکړه .
ديادونې وړ ده چې په دغوسياليو کې له غوره ليک څخه دولس ټيمونه او دالف له ګروپ  څخه څلور ټيمونه  ګډون لري او نهه ورځې سيالي ترسره کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته